Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/06

بهرنيو چارو وزير د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي ناستې پرمهال خبرو کې له پاکستان سره لانجې ته هم اشاره وکړه.

مولوي امیرخان متقي وویل، له پاکستان سره د مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت دريځ روښانه دی او د همدې دريځ په اساس غواړي چې له دې هېواد سره په پوره ريښتينولۍ لانجه حل شي.

د متقي په خبره، د همدې هدف ترلاسه کېدو لپاره افغانستان د چين په کوربه‌توب له پاکستان سره خبرو ته ناست دی، خو که بیا هم پر افغانستان یرغل کېږي، د خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق دی.

بهرنیو چارو وزیر وايي: « افغان حکومت په پوره صداقت او د حل‌لارې په لټه کې له پاکستان سره په هغو مذاکراتو کې برخه اخستې چې دا مهال د چین په نوښت په “ارومچي” ښار کې روان دي. زموږ دریځ روښانه دی؛ اسلامي امارت تل د خبرو اترو او متقابل درناوي له لارې د ستونزو حل غواړي، خو په عین حال کې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او ولس څخه د دفاع حق محفوظ ساتي.»

شنونکي که څه هم د چين په اورمچي کې روانو مذاکراتو ته هيله‌من دي، خو دا باور نه لري چې ګوندې پاکستان به په راتلونکي کې هلته پر کړو ژمنو وفا وکړي.

دوی وړانديز کوي چې اسلامي امارت دې ترې داسې تضمين واخلي چې د افغانستان او سيمې امنيت لپاره خطر ایجاد نه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « موږ د چین مذاکراتو ته مثبته هیله مندي لرو، خو د پاکستان په خبرو او ژمنو باندې باور سخت او ناممکن دی. موږ له منځګړو هېوادونو غواړو چې د پاکستان له اړخه تضمین ورکړي، لیکلی سند ترې واخلي او په عین حال کې پاکستان ضمانت ورکړي چې خاوره یې د افغانستان د ثبات پر ضد نه کارول کېږي.»

ځينې نور شنونکي له کابل او اسلام‌اباد سره د بېجينګ ښو اړيکو ته په کتو نسبتاً باوري دي چې ښايي پاکستان يوې واقعي سولې ته په قانع کېدو سره پر افغانستان کړی يرغل جبران کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « چین په  سیمه کې ستر هېواد دی او له پاکستان سره سټراټیژيک روابط لري او له افغانستان سره هم ښې اړیکې لري. پاکستان باید په لومړي سر کې د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي؛ ځکه دوی د افغانستان پر حریم یې تېری کړی او په ځاني او مالي توګه یې زیانونه اړولي، باید دا زیانونه هم جبران کړي.»

د چارو شنونکی عبیدالله بهیر وايي: « منځګړی باید د یوه مفید درېیمګړي په توګه پر دواړو خواوو نفوذ ولري. چین ته د افغانستان له خوا په درنښت کتل کېږي، ځکه چې یو پیاوړی سیمه ییز او نړیوال حکومت دی.»

په اورمچي کې د افغانستان او پاکستان استازو ترمنځ له مذاکراتو څلور ورځې تېرېږي، خو تر اوسه يې جزئيات نه دي په ډاګه شوي.

د چیین بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې مذاکراتو کې پرمختګونه شوي او ښکېل اړخونه د چين منځګړيتوب ته ارزښت ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist