Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې پر ښوونځي او تعلیمي مرکز بریدونه له توندو غبرګونونو سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/20

د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند دشتي برچي سیمه کې د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري پر ۳۰ مه »  د  عبدالرحیم شهید په نامه ښوونځي او د ممتاز تعلیمي مرکز زده کوونکو باندې چاودنو، پر کوردننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ماشومانو د خوندېتوب سازمان په دغه برید خواشیني ښودلې او په ټینګار یې ویلي، ښوونځي باید پر نښه نه شي.

د ماشومانو د خوندېتوب سازمان  وايي:« د ماشومانو د خوندېتوب بنسټ په دغه برید غوسه شوی او په سختو ټکو یې غندي. موږ دغه برید چې ماشومان یې زخمیان کړي او وژلي ډېر خواشیني کړي یوو. هېڅ ښوونځی باید په قصدي ډول پر نښه نه شي او نه هم باید ماشومان ښوونځیو ته په لاره د ناخوندېتوب احساس وکړي.»

ملګرو ملتونو د ماشومانو د  ماشومانو ملاتړ صندوق یا یوناما د  زده کوونکو پر نښه کول بشري جنایت او عاملینو ته یې د مجازاتو غوښتنه کړې ده.

یوناما  زیاته کړه:« په کابل کې نننۍ برید غندو. دا یو نه بښونکی جنایت دی. په ښوونځيو او ماشومانو برید کوونکي باید عدالت ته را کش کړل شي.»

د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزی هم دغې پيښې خواشینی کړی او دا یې بشري جنایت بللی دی.

د کرزي دفترد خبرپاڼې یوه برخه:« مخکینی ولسمشر حامد کرزی، په عبدالرحیم لیسه او تعلیمي مرکز ممتاز کې چاودنې چې په پایله کې یې یو شمیر زده کوونکي شهیدان او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندي او دا بشري جنایت د افغانستان د سولې او پرمختګ د دښمنانو کار بولي.»

د ملې روغې جوړې عالي شورا پخوانی مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم دا یو ترهګریز برید یاد کړی دی.

عبدالله زیاته کړې:« د نن ورځې ترهګریز برید، چې ډېری قربانیان یې زده کوونکي دي،په کلکو ټکو غندم. دا دردونکې پیښه د هېواد د سولې او ترقۍ دښمنانو کار بولم.»

په کوزه پښتونخوا کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ هم دا پیښه وحشتناکه یاده کړې ده.

داوړ زیاتوي:« د ښوونځي په نښه کول، د هغو وحشتناکه بریدونو لړۍ ده، چې افغانان يې له اوږدې مودې ښکار دي او لا هم دا لړۍ دوام لري. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوو.  نړۍ نه‌ شي کولای، د افغانستان وضعیت له پامه وغورځوي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا پر ښوونځي برید غندلی او د عاملینو د مجزاتو غوښتنه یې کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده  وايي:« په زړه تورو کافرو یو ځل بیا جنایت کړی او د افغانستان خاوره یې د تنکي ځوانانو په وینو ککړه کړه. دغو د دین مخالفینو د روژې میاشتې درناوی هم ونه کړ. د دې جنایت له غندلو سره  سره له مسوولینو غواړو،چې د دې ترهګریزې پیښې عاملین پیدا او مجازات کړي.»

دغو خونړیو بریدونو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر هم غبرګون ښودلی او پر زده کوونکو برید یې بشري جنایت بللی دی.

پرونیو  چاودنو کې یوازې د کابل روغتونونو ته شپږ جسدونه او ۲۰ تنه ټپيان ور وړل شوي او تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist