Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/01

د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي شورا په تازه خپاره کړي راپور کې یوځل بیا افغانستان کې د بشري حقونو نقض او د نړيوالو له لوري له اړمنو افغانانو سره د مرستو پر کمښت اندېښنه ښودلې.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له قوله راغلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه پراخ شوي او د دې محدودیتونو پلي کولو لپاره ګڼ فرمانونه صادر او قوانین هم وضع شوي دي.

والکر ترک د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په اړوند ادارو کې د ښځو پر دندو بندیزونو ته په اشارې ویلي، د دې هېواد په ټولو دولتي ادارو کې د ښځو پر دندو او د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه زیات شوي دي.

والکر ترک زیاته کړې: « ښځې او نجونې د یوه هېواد راتلونکی دی او پرته له هغوی پرمختګ نه شي کولی. د میلیونونه افغانانو ژوند له هر اړخیزې بې‌وزلۍ سره مخ دی. تعلیم، کار، کافي خوړو، پاکو اوبو او درملو ته لاسرسی محدود شوی.»

د افغانستان بشري وضعیت ارزونې په اړه په دې خپاره شوي راپور کې ادعا شوې چې په روان زېږدیز کال کې لا هم نږدې ۲۲ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

راپور زیاتوي، د نړیوالو بشري مرستو بې ساری کمښت، له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا درې میلیون افغان کډوال اخراج، د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې او په فرضي کرښه له پاکستان سره د نښتو پرمهال د زرګونه کسانو په کور دننه بې ځایه کېدنه هغه لاملونه دي افغانستان کې یې بشري وضعیت یې نور هم سخت کړی.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي شورا راپور کې زیاته شوې: « شاوخوا ۲۱.۹ میلیون خلک چې د ټول نفوس نږدې ۴۵ سلنه کېږي، سږکال بشري مرستو ته اړ دي. دا بحران وروسته له هغې رامنځته شوی چې نړیوالې بشرې مرستې کمې شوي، له ګاونډیو هېوادونو ۳ میلیون افغان کډوال و ایستل شول او وچکالیو ادامه پيدا کړه.»

د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي شورا له اسلامي امارت غوښتي چې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم لګولي محدودیتونه لرې کړي.

اسلامي امارت لا د یادې شورا تازه خپاره کړي راپور ته غبرګون نه دی ښودلې، خو له دې وړاندې يې د یاد سازمان او نورو نړیوالو بشري سازمانونو ورته ادعاوې بې اساسه بللې دي.

حکومت تل ټینګار کړی چې ټولو افغانانو ته یې له اسلامي اصولو سره سم حقونه ور کړي دي.

بله خوا، د چارو شنونکي په دې باور دي چې افغانان په تعلیمي او اقتصادي برخه کې هر اړخیزو پرمختګونو ته جدي اړتیا لري او په خبره يې، هېواد له لسیزو راهیسې سختو جګړو او ناخوالو ځپلی او خلک د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو بې برخې دي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « افغانستان نیمه پېړۍ په جګړو کې مزل وهلی او دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. که نړیوال منځګړیتوب وکړي، له پاکستان سره جګړه ودرول شي او افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي، زه باور لرم چې له دې اقتصادي بحران به هم ووځي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي شورا دا راپور د ۲۰۲۵ زېږدیز کال له اګسټ څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنوري پورې د بشري حقونو او مرستو اړوند مسایلو ته ځانګړی شوی.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اړوند نورو ادارو هم د خپلو بشري فعالیتونو او مرستو لپاره د بودیجې کموالي له امله جدي اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې بېړنیو مرستو ته د اړمنو افغانانو لاسرسی زيات کړي.

نشر یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist