په هېواد کې د نوي تعلمي کال له پیله نږدې یوه میاشت تیریږي،خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي پاتې دي.
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي او سیاسي احزاب وايي، د ښوونځیو نه پرانېستل به له نړیوالو سره د اړیکو تار نور هم نازک کړي او د ښوونیز بهیر ځنډ به پرافغانستان د نړیوالو فشارونه لا زیات کړي.
د سیاسي چارو شنونکی فرهاد اکبري وايي:« د طالبانو له لوري له شپږم ټولکي د پورته ښوونځيو نه پرانېستل له نړیوالو سره اړیکي نوري هم خرابي کړي او طالبان هڅه کوي، چي د ښوونځيو د نه پرانېستلو په خاطر پر نړیوالو فشار راوړي او د فشار په توګه ورڅخه ګټه پورته کړي. »
د نجونو ښوونځيو په تړاو پرېکړه په نړیواله کچه غبرګونونه لري. تازه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي،چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیزي.
د یاد وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي،که اسلامي امارت په خپلو ژمنو عمل ونه کړي،دا به له اسلامي امارت سره د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې په تعامل او اړیکو بدې پایلې ولري.
پرایس زیاته کړه:« که چیرې دا پرېکړه بېرته وانخېستل شي او که په سمدستي توګه ونه منل شي،دا به د پام وړ جدي اغیزې ولري.دا به له طالبانو سره د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې په تعامل او اړیکو بدې اغیزې ولري.»