Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

شنونکي: د نجونو ښوونځیو نه پرانېستل به افغانستان سره د نړیوالو اړیکې خرابې کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/17

په هېواد کې د نوي تعلمي کال له پیله نږدې یوه میاشت تیریږي،خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي پاتې دي.

 د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي او سیاسي احزاب وايي، د ښوونځیو نه پرانېستل به له نړیوالو سره د اړیکو تار نور هم نازک کړي او د ښوونیز بهیر ځنډ به پرافغانستان د نړیوالو فشارونه لا زیات کړي.

د سیاسي چارو شنونکی فرهاد اکبري وايي:« د طالبانو له لوري له شپږم ټولکي د پورته ښوونځيو نه پرانېستل له نړیوالو سره اړیکي نوري هم خرابي کړي او طالبان هڅه کوي، چي د ښوونځيو د نه پرانېستلو په خاطر پر نړیوالو فشار راوړي او د فشار په توګه ورڅخه ګټه پورته کړي. »

د نجونو ښوونځيو په  تړاو پرېکړه په نړیواله کچه غبرګونونه لري. تازه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي،چې د نجونو پر مخ له  شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیزي.

د یاد وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي،که  اسلامي امارت په خپلو ژمنو عمل ونه کړي،دا به له اسلامي امارت سره د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې په تعامل او اړیکو بدې پایلې ولري.

پرایس زیاته کړه:« که چیرې دا پرېکړه بېرته وانخېستل شي او که په سمدستي توګه ونه منل شي،دا به د پام وړ جدي اغیزې ولري.دا به له طالبانو سره د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې په تعامل او اړیکو بدې اغیزې ولري.» 

د افغانستان اسلامي اماررت ریئس الوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر چې فراه ولایت ته په سفر تللی، هېله یې ښودلې چې ښايي له اختر وروسته د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانېستل شي.

په هیواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌ کړو بهیر ځنډېدل په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي،خو ظاهراً داسي ښکاري،چې تراوسه پورې د افغانانو او نړیوالو دا غوښتنه نه‌ ده منل شوې. 

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist