نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه راپور په وړاندې کولو سره ویلي،په تیرو اووه میاشتو کې څه باندې ۴۹۰ کسان د تیر حکومت نظامیان او هغوی،چې د امریکا له متحده ایالتو سره یې کار کړی دی، وژلي او اختطاف کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، څیړنې یې اوس هم دوام لري،چې د تیر نظام څومره ځواکونه وژل شوي او څومره یې اوس هم برمته دي.
راپور کې وړاندې راغلي،چې د لادرکه شويو کسانو کورنیو غړیو ویلي، د اسلامي امارت له لوري وړل شوي کسان تر اوسه پورې بېرته کورونو ته نه دي ستانه شوي.
د نیویارک ټایمز، راپور وايي، دغه ځواکونه داسې مهال وژل شوي او برمته شوي چې اسلامي امارت د واک په پېل کې عمومي عفوه اعلان کړی وه.