Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د مخکیني حکومت جنرال سمیع سادات وروستیو څرګندونو غبرګونونه راپارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/12

د افغانستان مخکېني حکومت پوځي جنرال سمیع سادات،چې امریکا ته تښتیدلی وايي، له اختر وروسته به پخوانیو پولیسو،ملي امنیت او ملي اردو غړو ته به انسجام ورکړي او د سیاسي فعالیت ترڅنګ به په افغانستان کې وسله واله فعالیتونه هم پیل کړي. 

سادات زیاته کړې:«له اختر وروسته به د هر چا کارونه او مسولیتونه سره مالوم کړو،که خدای کول بېرته به راوګرځیږو او  د خپل هېواد لپاره به عملي اقدامات وکړو،چې سیاسي فعالیت،مدني حرکت او متاسفانه په دې کې وسله واله فعالیتونه هم شته دي،چې بله چاره هم نه لرو.» 

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی بیا وايي، سمیع سادات او هغه ته ورته نور تقلبي جنرالان که دومره تکړه وای،نو د سل ملیارده ډالرو په ارزښت او د ۵۰  هېوادونو په ملاتړ منظمه جوړه اردو به یې ژغورلې او ساتلې وه .

سمنګانی وايي،خلک د دوی په خولې نه جګړه کوي او نه یې هم جګړه کړې او اوس افغانستان خپلواکه اردو لري. 

هغه زیاته کړه:« دغو تقلبي جنرالانو که وړتیا درلوده او نران وای،هغه اردو به یې ساتلې وه،چې  د سل ملیارده ډالرو په لګښت او د ۵۰ هېوادونه په مرسته ورته جوړه شوې وه   او خلکو نه پرون د دوی په خوله جګړه کړې وه او نه نن د دوی په خوله جګړه کوي او اوس افغانستان د مستقل دولت او وسله وال پوځ خاوند دی.» 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،هغه جنرالان چې له ټولو پوځي امکاناتو سره تښتیدلي دي، نه ورسره ښايي چې یو ځل بیا د جګړې خبرې وکړې. 

دوی وايي،جنرال سمیع سادات چې په افغانستان کې له ټولو امکاناتو برخمن و او صلاحیت یې درلود،څه یې وکړل چې اوس به له امریکا جګړه رهبري کړي. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:«جنرال سمیع سادات په بهر کې ناست دی او اوس له هېواده تښتیدلی دی. له هغه ځایه باټې وهي او د پخوانیو پوځیانو د بسیج او جګړې خبره کوي. دلته چې په افغانستان کې وې او ټول پوځ تاسوسره وو، امریکایان تاسو سره ول، توپ اوطیارې هم تاسې سره وې،بسیج ولې منظم نه وه، هیڅ دې هم ونه شو کړلای او له هېواده وتښتیدې.» 

یو شمیر د سادات دغه خبرې ملي خیانت تعبیروي او په وینایې سادات او د پخواني پوځ نور هغه جنرالان،چې مات شوي دي، نور دې د جاسوسو کړیو په لمسون د افغانانو د اذهانو د مخشوش هڅې پریږدي. 

پخوانی نظامي حکمت الله حکمت  وايي:« له بهره د یو شمیر دروغجنو کړیو له لوري د بیا بغاوت او د پوځي تشکیلاتو د جوړېدو خبرې د ملي خیانت به اندازه باندې دې هېواد ته مضرې دي. زما پر دوی غږ دی،چې تیر شي له هغو جاسوسو دستورونو،چې تاسو ته یې د هېواد د ویجاړولو لپاره درکوي. راځي دا هېواد جوړ کړو، له دې پرته تاسو یو ځل له دې هېواد شړل شوي یاست او بیا به هم  په کې د پښې ایښود ځای ونه لرئ.» 

د سمیع سادات ترڅنګ د شمال ټلوالې ځینې غړي هم وخت ناوخت په ټولنیزو رسنیو کې د جګړې او مقاومت خبرې کوي،هغه څه چې په عملي ډګر کې یې لا څرک هم نه دی لیدلی شوی او اسلامي امارت له وړاندې د خلکو د امنیت ټینګښت او د هېواد د دفاع ډاډ ورکړی دی.

پوځي مسوولین وايي،افغانستان د ټولو ګډ کور دی،جګړه پای ته رسېدلې،د نوې جګړې لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې او هر هغه څوک چې د جګړې او نظام ضد فعالیت وکړي،سخت به یې وځپي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist