Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/18

د پاکستان پوځي رژیم دا ځل د ټولو اسلامي او انساني نورمونو خلاف په کابل کې لسګونه هغه روږدي کسان شهیدان کړل چې د درملنې په موخه د امید په نوم روغتون کې بستر وو .

له دې ړندې بمبارۍ سره سم، یو شمېر پخوانیو چارواکو ، سیاستوالو،  لوبغاړو او عامو خلکو توند غبرګونونه ښودلي او د پاکستان پوځي رژیم دغه ډول بریدونه یې د جګړې له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللي او په کلکو ټکو یې غندلي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دا بریدونه غندلي او د خبرداري په توګه یې له اسلام اباده غوښتي چې په سیمه کې د بې ثباتۍ مخنیوي لپاره دې خپلې موجود تګلارې بدلې کړي.

د پخواني ولسمشر د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « د پاکستان پوځي رژیم له خوا د هېواد په پلازمېنه کابل کې پر استوګنیزو سیمو او ملکي ځایونو  سربېره، د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز بریدونه شوي چې په کلکو ټکو یې غندم. زه د پاکستان پوځي رژیم ته خبرداری ورکوم چې د دغو بریدونو دوام به نه یوازې هغوی خپلو موخو ته ونه ورسوي بلکې وضعیت به نور هم د هماغه هېواد په زیان خرابه کړي.»

له دې سره همهاله، د پخلاینې عالي شورا پخوانی رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم تېری او بمباري غندلي او د ملکيانو په نښه کول  یې د جګړې له ټولو نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللي.

د پخلاینې عالي شورا پخواني رییس ویلي: « موږ باور لرو چې دا ستونزې یوازی د خبرو اترو او ډېپلوماټیکو چینلو له لاری حل کېدای شي.»

په دې غمیزه د پښتونخوا ګڼو مخورو پښتنو او مشرانو هم توند غبرګونونه ښودلي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي، پاکستاني علما به لا هم د حیا لرلو هیله لري چې پر افغانستان د پاکستان د تېریو فتواوې یې ورکړې دي.  

منظور احمد پښتین ویلي: « د پاکستان څه علماوو په هر دور کې د کابل د ورانولو فتواوې ورکړې دي؛ نور دې لږ ترلږ د دې بېګناه وګړو او په روغتون کې د پرتو مریضانو له ټوټه ټوټه جسدونه څخه حیا وکړي.

سې شنبه شپه پر ملکیانو او په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې په روغتون د پاکستان پوځي رژيم برید د افغان لوبغاړو غبرګونونه هم پارولي.

د کرکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي راشد خان دا بریدونه ستر جنګي جنایت بللی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د دې پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه او له عاملینو سره یې محاسبه وکړي.

د راشد خان د پیغام په یوه برخه کې راغلي: « د ملکي کورونو، ښوونیزو موسسو او روغتیایي بنسټونو په نښه کول، که قصدي وي او که په تېروتنه، دا یو  سترجنګي جنایت دی. زه په ملګرو ملتونو او د بشري حقونو پر نورو ادارو غږ کوم چې د دې وروستي ناورین بشپړه څېړنه وکړي او عاملینو سره یې حساب وکړي.»

د راشد خان،  نبي عیسې خېل او نوین الحق په ګډون، دکرکټ ملي لوبډلې ګڼو نورو لوبغاړو او ولسي وګړو هم د پاکستان پوځي رژیم وروستۍ بمباري  غندلې او کړنې یې د اسراییلو له صهونیستي رژیم سره پرتله کړې دي.  

له دې بریدونو وروسته اسلامي امارت خبر داری ورکړی چې پاکستاني پوځي رژیم ته به د دې بریدونو  سخت ځواب ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist