Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/17

د محمد نذير پکتياوال په نوم افغان کډوال د امريکا کورني امنيت وزارت اړوند د کډوالو او ګمرکونو ادارې له لوري د توقيف پرمهال ساه ورکړې.

د امريکا کورني امنیت وزارت د پکتياوال د مړينې په اړه څه نه دي ويلي، خو امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد مرستندویه بنسټ(افغان ايواک) مشر دا پېښه تایيد کړې او وايي، نوموړی له توقیف ۲۴ ساعته وروسته مړ شوی.

د افغان ایواک مشر شان وانډایور ویلي: « ما ته تېره شپه زنګ راغی او راته وويل شول چې یو سړی د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په توقیف خونه کې مړ شوی. یو افغان چې نوم یې نذیر و، د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره یې کار کړی و، روزل شوی و او ګڼ ستاینلیکونه یې ترلاسه کړي وو. نذیر د جمعې په سهار د خپلو ماشومانو په وړاندې نيول شوی و، په دې اړه به نور معلومات هم خپاره شي. ما د هغوی له کورنۍ سره خبرې وکړې او ټول ډېر خواشیني دي. دا عادي خبره نه ده چې یو ۴۱ کلن سړی دې مړ شي. یو روغ سړی چې له توقيف کېدو ۲۴ ساعته وروسته مړ شو. موږ به د دې موضوع په اړه خبرې وکړو او اجازه نه ورکوو چې مړینه یې بې ارزښته پاتې شي.»

د ۴۱ کلن محمد نذیز پکتیاوال د هغه جرم په اړه څه نه دي ویل شوي چې نوموړی يې له امله نیول شوی و،  خو نذیر د تېرې جمعې په ورځ هغه مهال د پوليسو له لوري ونیول شو چې خپل ماشومان یې ښوونځي ته وړل.

نوموړي په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره کار کړی و او دامهال يې په امريکا کې د کډوالۍ قضيه څېړل کېده.

د بشري حقونو مدافعان دې پېښې خواشيني کړي او وايي، د توقيف پرمهال د تورن کس روغتيايي وضعيت ته پاملرنه د نوموړي حق دی او د دې اصل په نظر کې نیولو پرته يې د توقيف پرمهال ضايع کېدل، له بشري حقونو سره ټکر لري.

د بشري حقونو مدافع عبدالرزاق عديل وايي: « د محمد نذیر پکتیاوال مړینه د امریکا په کډوالۍ اداره کې د یوې اخلاقي او سیسټماټیکې ماتې ښکارندويي کوي. د امریکا مهاجرتي سیسټم د دې پر ځای چې له خپلو متحدانو د ملاتړ او منندويي له مخې عمل وکړي، د سختګیرانه او بیوروکراټیکو تګلارو له مخې حرکت کوي. په دې ډول حرکت کې د پناه غوښتونکو انساني کرامت د امنیتي تګلارو ښکار ګرځي. دغې پېښې ثابته کړه چې له امریکا سره د کار کولو مخینه لرل، د یوه پناه غوښتونکي د ژوند تضمین نه شي کولی.»

د رویټرز خبري اژانس د راپورونو له مخې، محمد نذير پکتياوال په روان کال کې دوولسم کس دی چې د امریکا کورني امنيت وزارت اړوند د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په توقيف خونه کې مړ کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist