ملي دفاع وزارت د غچ اخېستونکو عملیاتو پر دوام د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد اړوند په فېضاباد سیمه کې د حمزه په نوم پر یوه مهم پوځي مرکز بريد کړی.
دغه وزارت وایي، دغه بريد يې د کابل په څرخي پله سيمه کې پر ملکي افغانانو د پاکستان پوځي رژيم وروستي هوايي بريد په غچ کې کړی او په کې يې د ياد مرکز قومنداني او نور مهم پوځي تاسیسات په دقیقه ډول هدف ګرځولي.
ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په دې غچ اخېستونکو عملیاتو کې د پاکستان پوځي رژیم ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي.
د ملي دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي: «پاکستان کې د پوځي رژیم یو مهم نظامي مرکز، چې د «حمزه» په نوم یادېږي، د اسلاماباد د فیضاباد په سیمه کې هدف وګرځول شو. په دغه برید کې د دښمن د یاد مهم مرکز قومانداني او نور مهم تاسیسات د ډرون الوتکو په وسیله په دقیق ډول وویشتل شول، چې له امله یې د دښمن ځواکونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.»
د سیاسي چارو شنونکي که څه هم د افغانستان او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ په روان کړکېچ کې پاکستان ګرم بولي، خو عيني وخت کې يې د دواړو هېوادونو په زیان هم ګڼي. دوی د ستونزې حل لپاره د سياسي هڅو غوښتنه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی، روح الله هوتک وایي: «د افغانستان دفاعي ځواکونو له لوري د پاکستان پر وړاندې غچاخیستونکي بریدونه ډېر مؤثر وو. پاکستان غوښتل چې په امنیتي برخه کې بریا ترلاسه کړي؛ خو بریالي نهشول او پر ځای یې اوس بېګناه او ملکي وګړي په نښه کوي.»
د ملي دفاع وزارت دا هم ويلي، چې د شنبې په ورځ يې د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو په غبرګون کې په کونړ او ننګرهار کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني پوځيانو یوه پوسته له منځه وړې.
په دغو انتقامي بریدونو کې ۱۴ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. دفاع وزارت زیاتوي، د پاکستاني ځواکونو یو زغروال ټانک او یو انټرنیشنل موټر يې هم په بشپړ ډول لهمنځه وړي.
خو د پاکستان پوځي رژيم د ټولو نړيوالو اصولو په نقضولو سره پر افغانستان د بريدونو دوام له سره څه ثابتول غواړي؟
د سیاسي چارو شنونکی، نجیبالله جامع په دې اړه وایي: «کابل د ملګرو ملتونو د منشور او ملي حاکمیت ته په پام پر وخت او هر اړخیز ډول غبرګون ښودلی. افغان وسلهوال پوځ تاریخ جوړ کړی. مېړانه یې کړې او له خپلې خاورې یې په هر قېمت دفاع کړې. د ستونزو د حل لپاره د کابل دروازې د ډیپلوماټیکو خبرو اترو لپاره پرانیستې دي؛ خو پر خپله خاوره د هر ډول یرغل او تېري پر وړاندې یې دریځ مشروع، معقول او د خپلو ملي ګټو پر بنسټ دی.»
بل پلو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د پاکستان پوځي رژیم پر اوسنيو پالیسيو سختې نیوکې کړې او ویلي يې دي، چې اسلاماباد دمګړی له پېچلو سیمهییزو او نړۍوالو ستونزو سره مخ دی او باید د خپلو خلکو پر وړاندې پر غوره کړو پالیسیو بیا غور وکړي.












