Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/12

پر ډېورنډ فرضي کرښه د وروستیو نښتو له امله، خوست کې له خپلو مېنو بې ‌ځایه شوې کورنۍ وايي، دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په خبره، د سرپناه، خوړو او لومړنیو اړتیاوو نه لرلو له امله یې ژوند له جدي ننګونو سره مخ دی.

دوی زیاتوي، دغه وضعیت تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان اغېزمن کړي دي.

د جګړو له امله بې ځایه شوی معلم عمرګل وايي: « زه خپله د تاترې په مدرسه کې یم او په یوه مارکېټ کې مو ۱۳ کوره ځای پرځای کړي. دا د مارکېټ خاوند یوه همکاري وه چې موږ سره یې وکړه.»

بې ځایه شوی سید حبیب شاه وايي: « شپږ ورځې کېږي چې موږ له خپلو کورونو څخه راوتلي یو. دلته نه کور پیدا کېږي او نه هم کوټې؛ موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»

یو شمېر بې ‌ځایه شوې کورنۍ دغه راز وايي، په ناڅاپي توګه بې ځایه کېدلو یې ستونزې لا زیاتې کړې دي او دا مهال خوراکي توکو، اوبو او روغتیايي اسانتیاوو ته جدي اړتیا لري.

دوی له اړوندو ادارو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له جګړو ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي او د سرپناه او لومړنیو اړتیاوو برابرولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

بې‌ ځایه شوي د جګړې له ښکېلو اړخونو هم غواړي چې د جګړو پر مهال د ولسي خلکو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

د جګړو له امله بې ځایه شوی خیالي خان وايي:« کډې مو را بار کړې دي او د لکڼو په سر په ډاګونو کې پراته یو. هېڅ ډول سرپناه او حتا خېمه هم نه لرو.»

بې ځایه شوی عالي خان وايي: « همدا نن هم زموږ په کورونو توپونه لګېدلي، موږ یوازې خپل سرونه را ایستلی، کورونه او ځاروي مو پاتې دي.»

بې ځایه شوی کمال حسین وزیر وايي: « پاکستان ظلم روان کړی، دوی په ښځو او ماشومانو ډزې کوي، دا د نارینه کار نه دی.»

بې ځای شوی مسته خان وايي: « زموږ کورونه ړنګ شوي، دوکانونه او بازارونه ویجاړ شوي او ځینې کسان هم ژوبل دي. همدارنګه، موږ خپل څاروي هم د پاکستان په ډزو کې له لاسه ورکړي.»

د ځایي حکومتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال د خوست په ګربزو، ځاځي میدان، علیشېرو او تریزیو ولسوالیو کې په فرضي کرښه د جګړو له امله، نږدې پنځه زره کورنۍ له خپلو سیمو او کورونو بې ځایه شوې دي.

د چارواکو په خبره، له دوی سره د مرستو هڅې هم دوام لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist