Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: د داعش فعالیت د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي

اسلامي امارت: امنیت شورا خپل ارزښت له لاسه ورکړی، تمه ترې نه لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/04

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې اوونۍ د افغانستان وضعیت او له پاکستان سره يې د روان کړکېچ په تړاو د یوې ناستې کوربه توب وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند کابل کې د خبري کنفرانس پرمهال د دې ناستې د اهمیت په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي، په نړیوالو مسایلو کې د دې شورا دریځ نیونې ته په کتو، تمه نه کېږي چې د افغانستان په تړاو مثبتې پرېکړې وکړي.

فطرت د ترسره کېدونکې ناستې پرېکړې او اغېزمنتیا له دې امله بې ګټې بولي چې په خبره يې، يادې شورا دا مهال په ځينو نړيوالو قضيو کې د کمزوري رول لوبولو له امله خپل ارزښت له لاسه ورکړی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « متأسفانه د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپل ارزښت او اعتبار له لاسه ورکړی او په ځانګړې توګه د افغانستان په ارتباط ښه نظر نه لري. نو، موږ ډېر تمه او امید نه لرو چې په دې ناسته کې به رغنده موقف ونیول شي.»   

د شنونکو په باور، د امنیت شورا پر اهمیت شکونه او بې باوري وروسته له هغې ډېره شوه چې دغې شورا په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ډېر کله د افغانستان پر وړاندې موقف نیولی او په ناستو کې یې د اوسني حکومت په سیاستونو او پالیسیو تندې نیوکې شوې دي.

دوی زياتوي، يادې شورا پر افغان خاورې د پاکستان پوځي رژیم د تېري په تړاو هم چوپتیا غوره کړې او په تېرو څو ورځو کې یې ناڅرګنده او غیراعلان شوې دریځ نیونه کړې.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « کوم نظامي وضعیت چې همدا اوس د ګاوډیو هېوادونو له خوا پر موږ تپل شوی، که چېرې دوی د منځګړیتوب لپاره را ودانګي، دا به زموږ په خیر وي او که چېرې له اسلامي امارت سره د رسمیت پېژندلو لاره ونیسي، دا به هم د افغانستان په ګټه وي.»   

د دې خلاف، کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) په خپره کړې اعلامیه کې پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم پوځي تیری غندلی او د افغان حکومت په ګډون یې له دواړ لورو د جګړې درېدو غوښتنه کړې.

د شنونکو په باور، په ملګرو ملتونو کې د اوسني حکومت د استازي نه شتوالی د دې سازمان او د اړوند شوراګانو پر ناستو کې پر کېدونکو پرېکړو د باور پيکه کېدو لامل شوی.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک وايي: « افغانستان ته په ملګرو ملتونو کې خپله څوکۍ نه ده ورکړل شوې او په دې برخه کې سپارښتنې دا دي چې د افغانستان اسلامي امارت مخامخ ابعاد شریک کړي او خپلې ستونزې حل کړي.»       

دا هرڅه داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د روانې مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه یوه بله ناسته هم ولري چې په کې به په افغانستان کې د یوناما د کاري مودې اوږدولو یا تړلو پرېکړه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist