Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په دوحه کې د قطر او اندونیزیا هېوادونو له چاروکو سره لیدلي دي .
دغه لیدنې چې د دوحې، فورم په څنډه کې ترسره شوي، ټینګار شوی،چې د قطر هیواد خیریه بنسټونه او سره میاشت دې په کابل کې بېرته خپل دفترونه پرانیزي .
کارپوهان دغه ډول تعاملات ګټور بولي او وايي، دغو لیدنو ته په کتو سره به افغانستان یو ځل بیا په نړیوال سټیج کې مطرح هېواد شي او له اوسني وضیعته به ووځي .
دوی په دې اند دي،اوس د افغانستان ملي ګټې دا ایجابوي،چې اوسنی نظام دې د خپل نړیوال رسمیت لپاره هڅې ګړندۍ کړي .
د سیاسي چارو کارپوه مختار هاتف وايي:« ورو ورو به افغانستان په نړیوال سټیج کې معرفي کیږي او دا نظام به له سیاسي اواقتصادي انزوا وځي. په دوحه کې د اندونیزیا له بهرنیو چارو له وزیر او نورو هېوادنو استازو سره په خپله د دې ثبوت دی،چې افغانستان لاهم په نړیوال سټیج کې مطرح دی او د افغانستان ملي منافع دا ایجابوي،چې اوسنی نظام دې د افغانستان لپاره لابي وکړي.»
په ورته مهال د چین دبهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، په اوسنیو شرایطو کې افغانستان له جدي ستونزو سره مخ دی او نړۍ باید امریکا د افغانستان په تړاو خپل مسوولیت ته متوجه کړي.
وانګ يي زیاتوي:« افغانستان اوس مهال له جدي ستونزو سره مخ دی. موږ له نړیوالو غواړو،چې امریکا دې په دې هېواد کې د هغوی مسوولیت ته متوجه کړي.»
د سیاسي چارو کارپوهان وايي،امریکا او چین سیال هېوادونه دي او د افغانستان په تړاو یې په یوبل نیوکې د افغانستان پر ګټه دي.
دوی وايي، د افغانستان حکومت دې له دغو نیوکو ګټه واخلي او په همدې موخه دې داسې پالیسي جوړه کړي،چې پرمټ یې له دواړو هېوادونو سره چې د افغانستان لپاره مهم دي،هم اړیکې وساتي او خپلې ګټې لاسته راوړي.
د سیاسي چارو کارپوه غزیز معارج و ايي:« کله چې سیالی= هېوادونه لکه چین،روسیه او امریکا د افغانستان په تړاو پر یوبل نیوکه وکړي، دا دافغانستان پر ګټه ده. اوس افغانستان باید داسې یوه پالیسي او ستراتیژي غوره کړي،چې د دغو سیاستونو له سیالیو ګټه پورته کړي، چې دواړه لوري له ځان خفه نه کړي.»
د چین له دغه غبرګون وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت سره دوحه کې خپلې ټولې پلان شوې ناستې لغوه کړې او لامل یې د کابل ، بیجینګ او مسکو ترمنځ وروستۍ راشه درشه په ګوته کیده.