Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: افغانستان نړیوال سټیج کې مطرح دی او لرې نه ده چې له سیاسي او اقتصادي انزوا ووځي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/30

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په دوحه کې د قطر او اندونیزیا هېوادونو له چاروکو سره لیدلي دي .

دغه لیدنې چې د دوحې، فورم په څنډه کې ترسره شوي، ټینګار شوی،چې د قطر هیواد خیریه بنسټونه او سره میاشت دې په کابل کې بېرته خپل دفترونه پرانیزي .

کارپوهان دغه ډول تعاملات ګټور بولي او وايي، دغو لیدنو ته په کتو سره به افغانستان یو ځل بیا په نړیوال سټیج کې مطرح هېواد شي او له اوسني وضیعته به ووځي .

دوی په دې اند دي،اوس د افغانستان ملي ګټې دا ایجابوي،چې اوسنی نظام دې د خپل نړیوال رسمیت لپاره هڅې ګړندۍ کړي .

د سیاسي چارو کارپوه مختار هاتف  وايي:« ورو ورو به افغانستان په نړیوال سټیج کې معرفي کیږي او دا نظام به له سیاسي اواقتصادي انزوا وځي. په دوحه کې د اندونیزیا له بهرنیو چارو له وزیر او نورو هېوادنو استازو سره په خپله د دې ثبوت دی،چې افغانستان لاهم په نړیوال سټیج کې مطرح دی او د افغانستان ملي منافع دا ایجابوي،چې اوسنی نظام دې د افغانستان لپاره لابي وکړي.»

په ورته مهال د چین دبهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، په اوسنیو شرایطو کې افغانستان له جدي ستونزو سره مخ دی او نړۍ باید امریکا د افغانستان په تړاو خپل مسوولیت ته متوجه کړي.

وانګ يي  زیاتوي:« افغانستان اوس مهال له جدي ستونزو سره مخ دی. موږ له نړیوالو غواړو،چې امریکا دې په دې هېواد کې د هغوی مسوولیت ته متوجه کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي،امریکا او چین سیال هېوادونه دي او د افغانستان په تړاو یې په یوبل نیوکې د افغانستان پر ګټه دي.

دوی وايي، د افغانستان حکومت دې له دغو نیوکو ګټه واخلي او په همدې موخه دې داسې پالیسي جوړه کړي،چې پرمټ یې له دواړو هېوادونو سره چې د افغانستان لپاره مهم دي،هم اړیکې وساتي او خپلې ګټې لاسته راوړي.

د سیاسي چارو کارپوه غزیز معارج و ايي:« کله چې سیالی= هېوادونه لکه چین،روسیه او امریکا د افغانستان په تړاو پر یوبل نیوکه وکړي، دا دافغانستان پر ګټه ده. اوس افغانستان باید داسې یوه پالیسي او ستراتیژي غوره کړي،چې د دغو سیاستونو له سیالیو ګټه پورته کړي، چې دواړه لوري له ځان خفه نه کړي.»

د چین له دغه غبرګون وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت سره دوحه کې خپلې ټولې پلان شوې ناستې لغوه کړې او لامل یې د کابل ، بیجینګ او مسکو ترمنځ وروستۍ راشه درشه په ګوته کیده. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist