Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

 له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو ځنډ په اړه  د نړیوالو غبرګونونو دوام

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/28

د ملګرو ملتونو د څه باندې لسو غړو هیوادونو له ګډې اعلامیې وروسته د یو شمیر هېوادونو دبهرنیو چارو وزارتونو هم له اسلامي‌ امارته وغوښتل،چې نجونو ته د هغوی اساسي حق چې زده کړې دي، ورکړي.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت وايي:« زده کړو ته لاسرسی د هرې ښځې او نجلۍ بشري حق دی. موږ له طالبانو غواړو،چې له افغان ولس سره خپلو وعدو ته ژمن پاتې شي او نړیوالو سره کړې ژمنې هم عملي کړي.»

همدا راز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس پرخپله ټویټر پاڼه د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتیدو خبره کړې او د پای ته رسیدو غوښتنه یې کړې ده.

ګوترس زیاته کړې:«له هرو درېیو ښځو یوه یې له مستقیم تاوتریخوالي سره مخ ده. ملګري ملتونه له حکومتونو سره په دې تړاو کار کوي،چې د ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره خپل قوانین او قواعد پیاوړي کړي. موږ باید نور د جندر تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدو.»

اخوا د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني هم په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، د طالبانو وروستیو پرېکړو حیران کړی او اوغوښتنه یې وکړه،چې خپلو وعدو ته ژمن پاتې شي.

الثاني زیاتوي:« له طالبانو زموږ همیشنۍ غوښتنه همدا ده او وه،چې هغوی باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي. په دغو ژمنو کې یوه ژمنه دا وه،چې ښځو ته د کار او نجونو ته د زدکړو حق ورکړي. نړیوالې ټولنې هم همدا غوښتل،خو هغه څه چې دوه ورځې وړاندې اعلان شول، زموږ لپاره ډېر له شوک ډک او حیرانوونکي ول. موږ پرې اندیښمن یو.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په دوحه فورم کې د خبرو پر مهال هم د نجونو پر زده کړو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه،چې د پوهنې برخه د نړیوالو لپاره ډېره اړینه ده او باید ډېره پاملرنه ورته وشي.

وېسټ زیاته کړې:« په وروستي ځل چې په اکټوبر کې موږ له طالبانو سره ناسته درلوده، هغوی له موږ دا غوښتنه وکړه،چې زموږ ملکي ادارې بېرته فعالې کړئ، نو موږ فکر وکړ چې پیل یې له کوم ځای وکړو. نو موږ او نړیوالو ته اړین سکټور د پوهنې برخه وه. بیا موږ هم له طالبانو غوښتنه درلوده،چې نجونو ته په هره کچه د زده کړو فرصت برابر کړي. ځکه دا د هغوی بشري حق دی.»

وېسټ تر دې وړاندې بیا دا هېله څرګنده کړې وه،چې طالبان به راتلونکو څو ورځو کې له خپلې پریکړې تېر شي او نجونو ته به له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه ورکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist