Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ټاکنو کمیسیون، وروستۍ پرېکړه له نیوکو سره مخ ده

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/01

ټاکنو کمېسیون په ولسمشریزو ټاکنو کې ځنډ د حکومت په خوښه کړی.

سیاسي احزاب او د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د ټاکنو کمېسیون پریکړې له قانون سره په ټکر کې دي او مسولیت یې  هم د حکومت او کمېسیون په غاړه دی.

د افغانستان د خلکو محور ګوند بیا وايي، حکومت د اصلاحاتو په پلمه راتلونکې ټاکنې د ځان په ګټه مهندسي کوي.

ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو خپلې او د ولسمشر کړې ژمنې شاته کړې او ټاکنې یې دری میاشتې ځنډولې دي.

په ظاهر کې کمېسیون د ټاکنو د ځنډ لوی لامل روان عمومي ناسم وضعیت ښودلې خو سیاسي احزاب د شوې پریکړې په اړه توندې نیوکې لري.

د افغانستان د خلکو محور ګوند د کمېسیون دغه پریکړه وغندله او دا کار یې د حکومت په خوښه ګڼلی دی.

ملي وفاق هم په جلا ناسته کې د ټاکنو ځنډ په تړاو او د اصلاحاتو په برخه کې د کمیسیون پر کارونو نیوکې کړې دي.

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند محمد حنیف اتمر د دفتر له لورې هم په خپره شوې اعلامیه کې د ټاکنو د ځنډ لامل حکومتي کړی ښودل شوي خو د چا نوم  ته یې اشاره نه ده کړې.

((د جمهوري ریاست د ټول ټاکنو د ځنډیدو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون وروستی تصمیم د حکومتي کړیو د فشار له مخې نیول شوی، چې پر خپلواکو ملي بنسټونو باندې د خلکو د پراخې بې باورۍ سبب شوی دی.))

له دې ورهاخوا د ټاکنو څارونکې بنسټ هم په خبري ناسته کې د کمېسیون پریکړه غیر قانوني وګڼله.
څارونکي بنسټونه وايي، که حکومت سیاسي اراده او کمېسیون کې ظرفیت موجود وای، نو ټاکنې په ټاکلې نیټه کې شونې وې.

مشرانو جرګه کې هم ځینو سناتورانو د حکومت او ټاکنو کمېسیون هغه پریکړه باندې نیوکه کړې چې ولسمشریزې ټاکنې یې درې میاشتې وځنډولې.

ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ۱۳۹۸ کال د حمل میاشتې ۳۱ نیټه ټاکلې وه، خو د دې ژمنې د ماتېدو تر څنګ یې د پارلماني ټاکنو زماني مهالویش هم تر پښو لاندې کړی د درې میاشتو ځنډ سره به ټاکنې د سرطان میاشتې په اخر کې کیږي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist