ټاکنو کمېسیون په ولسمشریزو ټاکنو کې ځنډ د حکومت په خوښه کړی.
سیاسي احزاب او د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د ټاکنو کمېسیون پریکړې له قانون سره په ټکر کې دي او مسولیت یې هم د حکومت او کمېسیون په غاړه دی.
د افغانستان د خلکو محور ګوند بیا وايي، حکومت د اصلاحاتو په پلمه راتلونکې ټاکنې د ځان په ګټه مهندسي کوي.
ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو خپلې او د ولسمشر کړې ژمنې شاته کړې او ټاکنې یې دری میاشتې ځنډولې دي.
په ظاهر کې کمېسیون د ټاکنو د ځنډ لوی لامل روان عمومي ناسم وضعیت ښودلې خو سیاسي احزاب د شوې پریکړې په اړه توندې نیوکې لري.
د افغانستان د خلکو محور ګوند د کمېسیون دغه پریکړه وغندله او دا کار یې د حکومت په خوښه ګڼلی دی.
ملي وفاق هم په جلا ناسته کې د ټاکنو ځنډ په تړاو او د اصلاحاتو په برخه کې د کمیسیون پر کارونو نیوکې کړې دي.
د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند محمد حنیف اتمر د دفتر له لورې هم په خپره شوې اعلامیه کې د ټاکنو د ځنډ لامل حکومتي کړی ښودل شوي خو د چا نوم ته یې اشاره نه ده کړې.
((د جمهوري ریاست د ټول ټاکنو د ځنډیدو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون وروستی تصمیم د حکومتي کړیو د فشار له مخې نیول شوی، چې پر خپلواکو ملي بنسټونو باندې د خلکو د پراخې بې باورۍ سبب شوی دی.))
له دې ورهاخوا د ټاکنو څارونکې بنسټ هم په خبري ناسته کې د کمېسیون پریکړه غیر قانوني وګڼله.
څارونکي بنسټونه وايي، که حکومت سیاسي اراده او کمېسیون کې ظرفیت موجود وای، نو ټاکنې په ټاکلې نیټه کې شونې وې.
مشرانو جرګه کې هم ځینو سناتورانو د حکومت او ټاکنو کمېسیون هغه پریکړه باندې نیوکه کړې چې ولسمشریزې ټاکنې یې درې میاشتې وځنډولې.
ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ۱۳۹۸ کال د حمل میاشتې ۳۱ نیټه ټاکلې وه، خو د دې ژمنې د ماتېدو تر څنګ یې د پارلماني ټاکنو زماني مهالویش هم تر پښو لاندې کړی د درې میاشتو ځنډ سره به ټاکنې د سرطان میاشتې په اخر کې کیږي .











