Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خیبرپښتونخوا خلک: د پښتنو سیمو کې جګړه د پاکستاني جنرالانو د روزګار وسیله ده

د خیبرپښتونخوا خلک: د پښتنو سیمو کې جګړه د پاکستاني جنرالانو د روزګار وسیله ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/26

له تېرو څو ورځو راهیسې په خيبرپښتونخوا کې د خواله رسنیو له لارې د پاکستان پوځ پر ضد غبرګونه پيل شوي او له ځايي اوسېدونکو غوښتل شوي چې هر ډول اړیکې ورسره پرې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ته نږدې د خواله رسنيو ځينو ادرسونو کې ويل شوي، په پښتون مېشتو سيمو کې پاکستان پوځي جنرلانو جګړه د روزګار وسيله ګرځولې او اوس هغه وخت را رسېدلی چې ټول پښتانه له پاکستان پوځ سره جدي پرېکون اعلان کړي.

د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د پښتنو پر وړاندې د پوځ روان زور زیاتي ته په کتو، د چارو څارونکي بیا وایي، هلته مېشت پښتان نور باید د پاکستان پوځ پر وړاندې غلي پاتې نه‌شي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « په کوزې پښتونخوا کې د خلکو پر وړاندې د پاکستاني جنرالانو جنایت هغه مهال پيل شو چې دوی د عدم تشدد تر نامه لاندې مبارزه پيل کړه. اوس هم د پښتونخوا ۳۷ سلنه خلک د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې دنده لري.»

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « اوس اړتیا ده چې پښتانه او بلوڅان راپورته شي او د پنجابي پوځ په مقابل کې ودرېږي، ترڅو خپل حق ترلاسه کړي او وینه تویېدنه ودرېږي.»

په ټولنیزو رسنیو کې منظور احمد پښتين ته منسوب ادرسونه لیکلي، پاکستان پوځي رژيم په خبیرپښتونخوا کې جګړه د روزګار د وسيلې په توګه کاروي او خپلې ګټې ورته لومړيتوب لري.

دې ادرسونو د پښتین له دریځه په الهام د پاکستان پوځ کې پر دنده لرونکو پښتنو غږ او سپارښتنه کړې  چې د ځان او خپلو ماشومانو خوندي ساتلو لپاره هر ګام په پوره فکر او تدبیر سره واخلي او خپل ځان خوندي وساتي.

د پوځي چارو څارونکي بیا وایي، په پاکستان کې له روان امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت داسې ښکاري چې د دې هېواد سیاسي جوړښت د شړېدو په لور روان دی.

د پوځي چارو څارونکي اخترمحمد راسخ وايي: « اوس پښتنو پر خپل وطن د حاکمیت خپلولو باندې پیل کړی او د پاکستاني جنرالانو د هغو کړنو او پلانونو د پلي کولو په درشل کې دې ټکي ته ورسېدل چې نور باید د پاکستان پر وړاندې د ټوپک او جګړې لاره خپله کړي، ترڅو د هغو جګړو مخه ونیول شي چې پاکستان په دغو سیمو کې پلان کړې دي.»

د پاکستان پوځي رژیم په دې وروستیو کې یو ځل بیا د خیبرپښتونخوا په ګڼو سیمو کې د ترهګرۍ ځپلو په پلمه پوځي عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې يې ولسي خلک له مالي او ځاني اړخه زیان شوي دي.

د دغو عملیاتو په ضد هره ورځ ولسي او سیاسي غبرګونه ښودل کېږي، خو لا هم د پاکستان پوځ دا عملیات نه دي درولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist