Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بریټانیا اصلاحاتو ګوند: که واک ته ورسېږو، پر افغانانو به وېزې بندې کړو

د بریټانیا اصلاحاتو ګوند: که واک ته ورسېږو، پر افغانانو به وېزې بندې کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/24

په داسې حال کې چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ دوام لري، تازه د انګلستان اصلاحاتو ګوند هم واک ته د رسېدو په صورت کې له دې هېواده د افغانستان، پاکستان او سوریې غیرقانوني کډوالو د ستنولو خبرداری ورکړی.

د یاد ګوند د کورنیو چارو ویاند ویلي، په را روانو ټاکنو کې د ګوند د بریا په صورت کې به ټول غیرقانوني کډوال وباسي.

ضیا یوسف «جي‌بي نیوز»  رسنۍ سره په خبرو کې دغو درېیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که د خپلو غیرقانوني کډوالو په بېرته ستنېدنه کې همکاري ونه کړي، ویزې به پرې بندې کړي.

د برېټانیا اصلاحاتو ګوند د کورنیو چارو ویاند ضیا یوسف ویلي: « د کورنیو چارو وزیر په توګه به زه له برېټانیې څخه د غیرقانوني کډوالو په بېرته ستنولو کې له هرې ممکنه لارې او وسیلې کار واخلم. په دې کې پر هغو هېوادونو د وېزو بندیز هم شامل دی چې خپل غیرقانوني کډوال بېرته نه مني.»

د راپورونو پر بنسټ، انګلستان له ۲۰۲۴زېږدیز کال راهیسې د شاوخوا ۶۰۰زره غیرقانوني کډوالو کوربه دی چې د نوموړي په خبره، د انګلستان د امنیت ټینګښت په موخه باید ټول خپلو هېوادونو ته ستانه کړای شي.

د یاد ګوند ویاند دغه‌راز زیاته کړې، د انګلستان په راتلونکو عمومي ټاکنو کې د بریا په صورت کې به په پراخه کچه د کډوالو د ورتګ مخنیوی هم وکړي.

د کډوالو چارو شنونکی ګلاخان بهادري وايي: « که چېرې دوی د دغو هېوادونو پر اتباعو د وېزو بندیزونه لګوي، تر ټولو زیات اغېز به یې پر نویو غوښتونکو وي. له دې سره به د تحصیلي، کاري یا له کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره د وېزو غوښتونکو کسانو په کېسونو کې ځنډ یا د غوښتنې رد کېدل او د شرایطو سختېدل هغه احتمالي بدې پایلې دي چې دوی ورسره مخ کېدای شي.»         

له دې وړاندې د بریټانيا کورنیو چارو وزیرې هم په تېر نومبر کې خبرداری ورکړی و چې د لازمې همکارۍ نه کېدو په صورت کې به بریټانیا ته د انګولا، نامیبیا او کانګو وګړو پر ورتګ بندیز ولګوي.

د کډوالو حقونو چارو فعالان د غیرقانوني کډوالو د ایستلو او د هېوادونو پر وګړو د وېزو بندیز مسله د کډوالۍ د قانوني لارو بندېدلو او غیرقانوني مهاجرت ته د مخه کولو لامل ګڼي.

د کډوالو حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « د افغانستان په څېر هېوادونو د وګړو لپاره دا د دې مانا لري چې د مهاجرت قانوني لارې به محدودې او له کورنۍ سره د یوځای کېدو لارې سختې شي. د دې ډول سیاست اجرايي کېدل ښايي جدي سیاسي او ډېپلوماټیکې ناوړه پایلې ولري. له دې سره ښايي زرګونه کسان او قانوني مهاجران له بې ثباتۍ سره مخ کړي.»     

له انګلستان څخه د غیر قانوني افغان کډوالو د ایستلو موضوع داسې مهال را پورته کېږي چې د ۲۰۲۳زېږدیز کال راهیسې پاکستان او ایران شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال له دغو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist