Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/12

په ساينس کې د ښځو ګډون نړيواله ورځ په ټولو هېوادونو کې په ياده برخه کې د ښځو د ونډې له تثبيت سره د همکارۍ په موخه نمانځل کېږي.

ملګرو ملتونو هم د همدې لپاره له اسلامي امارت غوښتې چې د نجونو پر تعليم او تحصيل او د ښځو پر دندو لګولي بنديزونه پای ته ورسوي.

د دې سازمان سياسي استاززولۍ( یوناما) د افغان مېرمنو کار او تعلیم د افغانستان اوږد مهاله پرمختګ او سوکالۍ لپاره مهم ګام بللی او زياته کړې يې ده چې څه باندې ۱۶۰۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ثانوي زدکړې بندې دي.

یوناما وړاندې ویلي: « موږ په افغانستان کې په ساینس کې د ښځو ګډون ورځې له خواشینۍ سره نمانځو. ۱۶۰۷ ورځې کېږي چې نجونې له ثانوي زده کړو منع شوې دي. له ناروښانه راتلونکي سربېره، په څه باندې څلور کلونو کې ډېر فرصتونه له لاسه تللي او ښځې او نجونې په مهمو سکټورنو کې له کار کولو بې برخې دي. موږ پر حکومت غږ کوو چې د نجونو پر ثانوي زده‌کړو د بندیز پرېکړه بېرته واخلي.»

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو دې غوښتنو ته په ځواب کې تازه څه نه دي ویلي، خو وړاندې يې د نجونو پر تعليم او تحصيل لګولي محدودیتونه تلپاتې نه بلکې تر امر ثاني ځنډولې بللې دي.

خو د بشري حقونو فعالان بیا د ملګرو ملتونو غوښتنو ته په اشارې له اسلامي امارت غواړي چې د نجونو پر تعليم او تحصيل لګولی محدوديت پای ته ورسوي.

د دوی په خبره، اسلامي امارت دې افغانستان ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم چاپېریال له اسلامي اصولو سره سم برابر کړي.

د پوهنتون استاد اسلم دانشمل وايي: « موږ بار بار یادونه کړې چې اسلامي امارت باید د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د افغانستان ښځو او نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزي. دا به یو غوره ګام وي او په نړیوال سټېج کې به د افغانستان پر دریځ مثبت اغېز ولري.»

د ښځو د حقونو فعاله طیبه رستاقي وايي: « زده کړې یوازې یوه هیله او آرزو نه ده بلکې د ټولنې د آرام ژوند یوه برخه ده. لوستې او باسواده ښځه کولی شي خپلې کورنۍ او ټولنې ته لا غوره خدمت وکړي. له حکومت محترمانه غوښتنه کوم چې زموږ د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په چووکاټ کې نجونو ته هم د خوندي او باکرامته زده کړو زمینه برابره کړي.»

اسلامي امارت د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د مارچ په ۲۳ د نجونو پر ثانوي زده کړو او د همدې کال د ډسمبر په ۲۰ یې په پوهنتونو کې د هغوی پر زده کړو محدوديت اعلان کړ.

د څلورو کالونو په تېرېدو سربېره دا لا څرګنده نه ده چې دا محدودیت به څه وخت پای ته ورسېږي، ترڅو افغان نجونو ته په بشپړه توګه د  تعلیم او تحصيل زمینه برابره شي.

شریک يې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې
افغانستان

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

فبروري 12, 2026
چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي
افغانستان

چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي

فبروري 12, 2026
روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي
افغانستان

روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي

فبروري 12, 2026
خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

فبروري 12, 2026
ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي
افغانستان

ايران د درېیو افغانانو په ګډون ۱۴ تنه اعدام کړي

فبروري 12, 2026
په څرخې پله زندان کې بندیانو ته د حرفوي زده کړو کورسونه پیل شول
افغانستان

په څرخې پله زندان کې بندیانو ته د حرفوي زده کړو کورسونه پیل شول

فبروري 12, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

فبروري 12, 2026
چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي

چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي

فبروري 12, 2026
ایران له افغانستان سره د رېل ګاډي له لارې د راکړه ورکړې زیاتولو خبر ورکوي

د هرات – خواف رېل کرښې له لارې د سوداګرۍ کچه په میاشت کې ۹۰ زره ټنو ته رسېدلې

فبروري 12, 2026
روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي

روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي

فبروري 12, 2026
یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

فبروري 12, 2026
خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

فبروري 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist