د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي له بي بي سره په خپله مرکه کې ویلي، له ترکیې سره په دې اړه ځینو برخو کې توافق شوی او پاتې تخنکي مسایل نورو خبرو ته اړتیا لري.
متقي زیاتوي:«هغه قرار داد،چې یو طرف د قطر هېواد او ترکیې هېواد دی او بل پلو د افغانستان نوی اسلامي حکومت دی،نو پر هغه باندې کار شوی دی. په ځینو مواردو کې توافق ته رسېدلي یو،ځینې داسې برخې شته دیوچې پر هغه باندې بحث ته اړتیا ده او یوې نتجیې او توافق ته ضرورت ده. په همغوټکو مو هم خبرې وکړې امید شته دی،چې په راتلونکې کې نور مجالس هم وشي، ترڅو دا موضوع یو طرفه شي.»
ترکیه، قطر او متحده عرب امارت غواړي،د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د هوایي ډګرونو د رغونې، چارو سمبالولو او مدیریت چارې پ غاړه واخلي.