Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل له ترکیې او قطر سره د هوایي ډګرونو په اړه توافق ته نږدې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/15

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي له بي بي سره په خپله مرکه کې ویلي، له ترکیې سره په دې اړه ځینو برخو کې توافق  شوی  او پاتې تخنکي مسایل نورو خبرو ته اړتیا لري.

متقي زیاتوي:«هغه قرار داد،چې یو طرف د قطر هېواد او ترکیې هېواد دی او بل پلو د افغانستان نوی اسلامي حکومت دی،نو پر هغه باندې کار شوی دی. په ځینو مواردو کې توافق ته رسېدلي یو،ځینې داسې برخې شته دیوچې پر هغه باندې بحث ته اړتیا ده او یوې نتجیې او توافق ته ضرورت ده. په همغوټکو مو هم خبرې وکړې امید شته دی،چې په راتلونکې کې نور مجالس هم وشي، ترڅو دا موضوع یو طرفه شي.»

ترکیه، قطر او متحده عرب امارت غواړي،د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د هوایي ډګرونو د رغونې، چارو سمبالولو او مدیریت چارې پ غاړه واخلي.

د امریکایانو له وتلو وروسته چې  دهوایي ډګر تخنیکي برخې ویجاړې کړې اوس دغه هېوادونه علاقه لري،چې د رغونې په برخه کې کار وکړي.

اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، تر اوسه پورې څرګنده نه ده،چې اسلامي امارت له ترکیې او قطر سره د هوايي ډګرونو په برخه کوم ډول قرار داد لاسلیک کوي.

د سیاسي چارو شنونکی  توریالی ځاځی  وايي:« دا چې،د ترکیې او قطر هېوادونو د افغانستان د هوایي ډګرونو د بیا رغونې ژمنې کړي دي، دا پرېکړه باید اسلامي امارت ونیسي،ولې دا مالومه نه ده،چې اسلامي امارت د هوایي ډګرونو رغونې په اړه کوم نوعه قرارداد لاسلیک کړی دی.  زما له نظره د هوایي ډګرونو واک پردیو ته سپارل، سم کار نه دی.اسلامي امارت باید خپله د هوایي ډګرونو واک واخلي.»

د هوایي ډګر امنیت تېرځل هم د ترکانو په واک کې و. په تېرو شلو کلونو کې افغان حکومت په دې بریالی نه شو،چې هوایي حریم باندې خپل تسلط ترلاسه کړي،خو اوس چې طالبان ترکیې او قطر ته دا واک ورکوي، یو لړ پوښتنې يې راپورته کړي دي.

یو شمېر شنونکي په دې باور دي،چې  اسلامي امارت له دغو هېوادونو د زیاتو امتیازاتو ترلاسه کولو په درشل کې دی.

د سیاسي چارو شنونکی  ویس ناصري وايي:« بناء طالبان د چنو وهلو په درشل کې دي، لکه د افغانستان د نورو مسایلو په څېر طالبان غواړي،خپلې ګټې په اقتصادي او له دغو هېوادونو د امتیازاتو په بدل کې ترلاسه کړي.»

له دې وړاندې هم د کابل نړیوال هوايي ډګر په شمول د څلورو نورو هوايي ډګرونو د چارو سمبالولو او مدیریت کولو پرسر ترکي او قطري چارواکو سره په کابل کې خبرې شوې وې، خو اوس د اسلامي امارت پلاوي د انتالیا دیپلوماسۍ فورم څنډه کې د یادو هېوادونو چارواکو د دغو هوايي ډګرونو په اړه خبرې کړي،خو لا نهايي هوکړې ته نه دي رسېدلي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist