Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کابل ښار اسمايي غره اوسېدونکي د ژوند له سختیو شکایت کوي

د کابل ښار اسمايي غره اوسېدونکي د ژوند له سختیو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/10

د کابل ښار اړوند خواجه صفا سیمې اوسېدونکي شکایت کوي چې د ژوند له ځينو اسانتیاوو بې برخې دي.

دوی د اسمايي غره پر سر اوسېږي او له همدې امله د روغتيايي خدمتونو په شمول، له ګڼو عامه خدمتونو بې برخې دي.

کابل ښاروالي په دې اړه څه نه وايي، خو د خواجه صفا اوسېدونکي ترې غواړي چې د دوی ستونزو ته دې رسېدنه وکړي.

د خواجه صفا ګذر وکيل قنداغا وايي: « سره له دې چې د لارو جوړولو لپاره مو حکومت او موسسو ته مراجعه وکړه، خو هېچا توجه ونه کړه. کله چې له لاندې بازارونو څخه توکي راوړو یا دلته کورونو کې ناروغ پيدا کېږي، انتقال یې خورا سخت دی.»

د خواجه صفا اوسېدونکی نوید وايي: « کله چې واورې او بارانونه وشي، نو دا زموږ لارې مطلق ورسره بندې شي. تاسو پوهېږئ دلته د غره په سر هوا سړه ده، زموږ د اوبو نلونه او لارې ټول یخ وهلي.»

د دې سیمې د ماشومانو ستړي ګامونه د ژوند له سختیو سره په جګړه بوخت دي. د دوی کوچیني ګامونه له غرونو درانده ښکاري، خو د مجبوریت بار يې له غرونو هم دروند دی.

دلته ژوند یوازې ماشومان نه دي ستړي کړې بلکې عمر خوړلې يې هم له سختیو سره مخ دي، د تګ راتګ او کور ته د توکو لېږدولو پرمهال له ستونزو ځورېږي.

د خواجه صفا قومي شورا مشر ګل اغا وايي: « دلته پرون شپه یوه مېرمن ناروغه وه، ته باور وکړه په ۸ تنو مو کټ کې له دې ځایه تر سړک ښکته کړه. دلته اوبه شخصي دي او په ګرانه بیه یې پلوري. که لاندې یو مترمکعب اوبه ۵۰ افغانۍ وي، موږ دلته ۹۰ افغانۍ ورکوو.»

موږ د همدې سیمې د اوسېدونکو ستونزې د کابل ښاروالۍ له مسوولانو سره شریکې کړې، خو هغوی له ژمنې سره سره بیا هم له خبرو کولو ډډه وکړه.

د کابل ښار د غرونو په سر مېشت خلک نه یوازې د ژوندي پاتې کېدو هڅې کوي بلکې د حکومت له لوري يې د غږ اورېدل کېدو تمه هم لري.

دوی وايې، په وار وار يې له اړوند ادارو سره خپلې ستونزې شریکې کړې دي، خو ورسره شوې ژمنې يوازې د کاغذونو پر مخ پاتې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist