Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د ښاروالۍ له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/15

په سوېل کې د پکتیا ولایت مرګز ګردیز ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د نیالګیو  او ګلانو کېنولو کمپاین پيل شوی دی.

 د ښاروالۍ مرستیال امید ګل صابري وایي، د ۴۵۰۰ متره مربع شنې سیمې رامنځته کولو لپاره یو میلیون افغانۍ ځانګړې شوي او د ښار بېلابېلو سیمو کې به زرګونه نیالګي او ګلان کینول شي.

صابري زیاته کړه:« شااوخوا ۱۵۰۰ ونې، تقریبا ۱۸ بېلابېل ګلان او شپږ زره دیوال بیت بوټي، پلو لارو کې کینول کیږي. په ټولییز ډول هڅه کوو،چې ۴ زره او ۵۰۰ متره شنه سیمه رامنځته کړو.»

د پکتیا اوسیدونکي له ښاروالۍ او نورو ادارو غواړي،چې د تازه کېنول شویو نیالګیو د پالنې لپاره چمتووالی ونیسي او پر وینا یې،هر کال ډېری کینول شوي نیالګي د نه پاملرنې له کبله وچیږي.

د پکتیا ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« له نیالګیو کینولو وړاندې باید د اوبو سیستم ورته جوړ شي،ځکه له دې وړاندې بېلابېلو سیمو کې په ځانګړي ډول تیرې کنډو کې زرګونه نیالګي کینول شوي ول، خواوس ټول وچ دي.»

د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د دې په ساتنه او اوبو کول کې باید ادارې او خلک ګډ کار وکړي،د دې تر څنګ موږ ژمنه کړې ده،چې د لوړ پوړیزو ودانیو سیمه کې به نیالګي او ګلان کرو.»

خو د ښاروالي مرستیال امید ګل صابري وایي،د نیالګیو پالنې لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

صابري زیاتوي:«  موږ د نیالګیو اوبو لپاره دوه برمې اېستلي دي. دری ټانکره لرو او پلان دا دی،چې دوه ټانکر نور هم واخلو. دا هرڅه له خپلو امکاناتو برابروو.»

د نوي کال د پیل په درشل کې پکتیا کې بېلابېلې ادارې د لسګونه زره نیالګیو کینولو پلان لري او یوه خیریه بنسټ ژمنه کړې،چې مرکز ګردیز او ولسوالیو کې د میوه لرونکو ونو ۵۰۰ باغونه جوړ کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist