Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/09

د بشري حقوقو څار نړیوال سازمان(اېچ‌.آر.‌ډبلیو) وايي، د امریکا متحده ایالتونو او نورو نړیوالو مرسته کوونکو له خوا د بشري مرستو کمښت، له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغان کډوالو جبري ستنېدنه او ځینې نور لاملونه هغه څه دي چې په افغانستان کې یې بشري ناورین لا شدید کړی.

یاد سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، پورته عواملو په افغانستان کې له ۲۲میلیونو زیات خلک او په تېره بیا ښځې او ماشومان چې ترنورو زیات زیان منونکي دي، د خواړو له کمښت سره مخ کړي.

د بشري حقوقو څار نړیوال سازمان د راپور یوه  برخه کې راغلي: « په افغانستان کې بشري ناورین په ۲۰۲۵ زېږدیز کال لا سخت شوی؛ ځکه چې د امریکا متحده ایالاتو خپلې بهرنۍ مرستې خورا کمې کړې دي او نورو هېوادونو هم دا چلن تعقیب کړی. په ورته وخت کې په میلیونونو کډاول په زوره هېواد ته راستانه کړای شوي دي. اوس مهال په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو زیات کسان د خواړو له کمښت سره مخامخ دي چې ښځې او ماشومان بیا له دې بابته زیات زیانمن شوي دي.»

د بشري حقوقو څار نړیوال سازمان بیا په نورو نړیوالو ادارو غږ کړی چې له هغو افغانانو ملاتړ وکړي چې په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي او کوربه هېوادونه وهڅوي چې له دوی سره د نړیوالو اصولو په رڼا کې چلن وکړي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان هم په خپل یوه راپور کې اټکل کړی و چې په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې به په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر په زیاتېدو دی چې د خواړو له کمښت سره مخامخ دي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د کنټرول لپاره د ۱.۷میلیونو امریکايي ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

د اقتصاد وزارت بیا د بشري حقوقو څار سازمان راپور له مبالغې ډک بولي او وايي، د هېواد اقتصاد د ودې په حال کې دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي معیین عبداللطیف نظري وايي: « افغانستان له اقتصادي پلوه د ودې په حال کې دی او یو شمېر هغه راپورونه چې افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصادي ستونزو په اړه خپرېږي، له مبالغې ډک دي او زموږ له نظره واقعیت نه لري. اسلامي امارت د اقتصادي ودې او پرمختیا لپاره مهمې اقتصادي پروژې پيل کړې دي او په دې برخه کې یې پرمختګونه هم کړي دي.» 

له بلې خوا، شنونکي بیا په افغانستان کې موجوده ستونزو ته په کتو له حکومت او نړیوالو مرستندویه سازمانونو غوښتي چې له دې ستونزو سره دې جدي چلن وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « زما په اند، په دې وخت کې نړیوالو مرستو ته هم اړتیا شته مګر خپله د اسلامي امارت حکومت او د افغانستان خصوصي سکټور هم مکلفیت لري چې د خلکو لاسنیوی وکړي. تر یو یا دوو کالو نړیوالو مرستو ته جدي اړتیا ده او باید د افغانانو ملاتړ ته ادامه ورکړي، ترڅو افغانستان کې د کډوالو د راتګ ستونزه هوارې او اقتصادي پروګرامونه پلي شي.»

د شنونکو په وینا، په تېرو کلونو کې هم له ملګرو ملتونو سره تړلو ادارو په افغانستان کې د بشري حقوقو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او د دې ستونزې د حل لپاره یې له مرستندویه هېواونو د زیاتې مرستې غوښتنه کړې وه.

خو دوی وايي، د هغو مرستو زیاته برخه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو د کارکوونکو په معاشونو او دفتري لګښتونو لګول کېږي چې د مرسته کوونکو هېوادونو له خوا ورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist