د کابل – اسلاماباد ترمنځ د اړيکو ترينګلتيا په دوام، پاکستان په خپله خاوره او خيبرپښتونخوا کې له مېشتو افغانانو سره ناوړه چلن څو برابره زیات کړی او په دې لړ کې پاکستاني پولیسو د خیبرپښتونخوا په اکوړه خټک کې د افغانانو جبري ایستلو عملیات چټک کړي.
هلته مېشت افغانان وايي، پولیس له کومې خبرتیا پرته د دوی پر کورونو چاپې وهي او پر ناسم سلوک سربېره يې په زور او جبر هېواد ته ستنوي.
د دوی په خبره، ټول پاکستان او خيبرپښتونخوا کې له نيول کېدو سربېره پرې خدمتونه قطع شوي او د جبري اخراج ترڅنګ پرې د ژوند کړۍ تنګه شوې.
په خيبرپښتونخوا کې مېشت افغان کډوال وايي: « د پاکستان حکومت وايي چې خلک باید په رضاکارانه توګه لاړ شی، خو کډوال یې نه مني. دوی وايي چې موږ هره ورځ ۱۵ لارۍ رالېږو ترڅو کډې افغانستان ته انتقال کړي.»
له دې سره، د خیبر پښتونخوا په مردان کې د افغانانو په جلاله کمپ کې هم د کورونو ويجاړولو لړۍ پېل شوې او زرګونه افغان کډوال یې سخت اندېښمن کړي دي.
د اسلامي امارت چارواکي وايي، ستونزې له پاکستان سره شریکې شوې او ياد هېواد باید له افغانانو سره له ورته چلن د فشار وسيلې په توګه کار وا نه خلي.
دوی له پاکستان غواړي چې له افغانانو سره د چلن نرمولو له لارې د ښه ګاونډيتوب او نړيوالو اصولو ته ځان ژمن ثابت کړي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « هو، موږ له پاکستان سره سفارتي اړیکې لرو او دا ستونزې مو هغوی ته رسولې دي او دوی هم د ستونزو په مخنیوي کې همکاري کړې ده؛ خو دا طبیعي خبره ده چې چېرته مهاجرین اوسېږي، ستونزې به خامخا وي. زموږ غوښتنه دا ده چې د مهاجرینو له موضوع او دغه راز له سوداګرۍ څخه باید د فشار د یوې آلې په توګه کار وا نه خیستل شي.»
له دې سره، د کډوالو حقونو مدافعان له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ایستل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل ګڼي.
د کډوالو حقونو مدافع ګل خان بهادري وایي: « دا ډول د کډوالو د نړیوال کنوانسیون او انساني کرامت خلاف عمل دی او باید ترې ډډه وشي.»
بل پلو، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون ویلي، يوازې د شنبې په ورځ له ایران او پاکستانه ۳۵۰ کډوالې کورنۍ چې د غړیو شمېر یې ۱۸۸۴ تنه کېږي، هېواد ته راستنې کړای شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۳۱۸ کورنۍ د تورخم، ۲۰ کورنۍ د سپین بولدک، ۸ کورنۍ د ورېښمو پل او ۴ کورنۍ د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.