Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/02

د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ د اړيکو ترينګلتيا په دوام، پاکستان په خپله خاوره او خيبرپښتونخوا کې له مېشتو افغانانو سره ناوړه چلن څو برابره زیات کړی او په دې لړ کې پاکستاني پولیسو د خیبرپښتونخوا په اکوړه خټک کې د افغانانو جبري ایستلو عملیات چټک کړي.

هلته مېشت افغانان وايي، پولیس له کومې خبرتیا پرته د دوی پر کورونو چاپې وهي او پر ناسم سلوک سربېره يې په زور او جبر هېواد ته ستنوي.

د دوی په خبره، ټول پاکستان او خيبرپښتونخوا کې له نيول کېدو سربېره پرې خدمتونه قطع شوي او د جبري اخراج ترڅنګ پرې د ژوند کړۍ تنګه شوې.

په خيبرپښتونخوا کې مېشت افغان کډوال وايي: « د پاکستان حکومت وايي چې خلک باید په رضاکارانه توګه لاړ شی، خو کډوال یې نه مني. دوی وايي چې موږ هره ورځ ۱۵ لارۍ رالېږو ترڅو کډې افغانستان ته انتقال کړي.»

له دې سره، د خیبر پښتونخوا په مردان کې د افغانانو په جلاله کمپ کې هم د کورونو ويجاړولو لړۍ پېل شوې او زرګونه افغان کډوال یې سخت اندېښمن کړي دي.

د اسلامي امارت چارواکي وايي، ستونزې له پاکستان سره شریکې شوې او ياد هېواد باید له افغانانو سره له ورته چلن د فشار وسيلې په توګه کار وا نه خلي.

دوی له پاکستان غواړي چې له افغانانو سره د چلن نرمولو له لارې د ښه ګاونډيتوب او نړيوالو اصولو ته ځان ژمن ثابت کړي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « هو، موږ له پاکستان سره سفارتي اړیکې لرو او دا ستونزې مو هغوی ته رسولې دي او دوی هم د ستونزو په مخنیوي کې همکاري کړې ده؛ خو دا طبیعي خبره ده چې چېرته مهاجرین اوسېږي، ستونزې به خامخا وي. زموږ غوښتنه دا ده چې د مهاجرینو له موضوع او دغه راز له سوداګرۍ څخه باید د فشار د یوې آلې په توګه کار وا نه خیستل شي.»

له دې سره، د کډوالو حقونو مدافعان له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ایستل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل ګڼي.

د کډوالو حقونو مدافع ګل خان بهادري وایي: « دا ډول د کډوالو د نړیوال کنوانسیون او انساني کرامت خلاف عمل دی او باید ترې ډډه وشي.»

بل پلو، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون ویلي، يوازې د شنبې په ورځ له ایران او پاکستانه ۳۵۰ کډوالې کورنۍ چې د غړیو شمېر یې ۱۸۸۴ تنه کېږي، هېواد ته راستنې کړای شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ۳۱۸ کورنۍ د تورخم، ۲۰ کورنۍ د سپین بولدک، ۸  کورنۍ د ورېښمو پل او ۴ کورنۍ د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist