Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې تېرو شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۸۰ کسان نیول شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/10

په سویل کې د پکتیا امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر بسم الله احمد وايي، په تیرو شپږو میاشتو کې په ۱۴۵ جنایي پیښو کې ۲۸۲ کسان نیول شوي دي.

احمد وايي، دغه کسان د قتل،غلا، انسان تښتونې او نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي او عدلیي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي. 

احمد زیاتوي:« زموږ تر مدیریت په تیرو شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو ۱۴۵ پیښې را رسیدلي دي. په دغو جنایي پیښو کې ۲۸۲ تورن کسان نیول شوي او عدلیي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.» 

د امنیه قوماندانۍ ویاند عمر بدري بیا وايي، تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۱۰۰کیلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي او ۷۷ روږدي یې د درملنې لپاره روغتون ته لیږدولي دي. 

بدري زیاتوي:« په تېره یوه میاشت کې مو تقریبا ۱۱۵۷ کیلو ګرامه چرس ، ۴۵ ګرامه مو هیروئین نیولي او همدا رنګه مو ۷۷ پر نشه یي توکو روږدي کسان د درملنې لپاره روغتون ته معرفي کړي دي.»

د پکتیا یو شمیر اوسېدونکي د اسلامي امارت له واکمندیدو را وروسته د جنایي پیښو کموالی مني او له مسوولینو غواړي، چې دغه کچه دې صفر دې راټیټه کړي. 

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« دوی باید خپلې کزمې او استخباراتي مالومات زیات او هغه کسان دې ونیسي،چې ښار او ولسوالیو کې غلاوې،قتلونه او نور بېلابېل جرمونه ترسره کوي.» 

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«وضعیت خو د اسلامي  امارت په راتګ سره ښه شوی دی، جنایي پیښې کمې شوي،خو هېله مو دا ده،چې دغه کچه صفر کړي.» 

پکتیا امنیه قومانداني وایي، تیرو شپږو میاشتو کې یې پنځه ځله عملیات ترسره کړي، چې پر وینا یې محدود شمیر ښځینه پولیسو هم په کې ونډه درلوده. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist