Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کرنې ریاست: د غنمو بدل کې به  ۴ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/07

 د پکتیا کرنې ریاست  مشر عبدالروف سعید وايي، له پلازمېنې ورته ۱۱۰۰ میټریک ټڼه غنم استول شوي او خلکو ته به مرکز ګردیز او ولسوالیو کې  د کاریزونو، ویالو او سړکونو جوړولو په بدل کې دورځې لس کیلو ګرامه غنم ورکول کیږي.

سعید زیاته کړه:« په مرکز ګردیز او ولسوالیو کې به خلکو ته د ویالو، کاریزونو او سړکونو جوړولو بدل کې ورکول کیږي. هر کاریګر به د ورځې ۱۰ کیلو ګرامه غنم تر لاسه کوي.» 

سعید وایي، تر اوسه پورې یې د ګاریګرو ۵۰۰ عریضې تر لاسه کړي او پلان دا دی، چې له دې لارې ۴ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه:« زموږ ریاست ته  شااوخوا ۵۰۰  عریضې جمعه شوي دي. همدا راز نورو ریاستونو ته هم جمع شوي  دي. هڅه او پلان دا دی،چې له دې لارې څلور زرو کسانو ته د کار زمینه برابریږي.» 

یو شمیر کاریګر چې له اوږدې مودې بې روزګاره دي د کار بدل کې د غنمو ورکولو ته خوشاله دي او وایي، له دې لارې به د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي، 

په پکتیا کې یو تن کاریګر وايي:« موږ ډېر خوشاله یو. دلته کار کوو، پرون مو هم  کار وکړ. نور هم کار ته داوم ورکوو. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې موږ ته دې د کار زمینه برابره کړي.»

په پکتیا کې یو بل کاریګر وايي:« موږ ته د کار زمینه برابره شوې ده. ډېر ورته خوشاله یو،چې د کار زمینه برابره شوې.  له اوږدې مودې بې روزګاره یو. هره ورځ به چوک ته تلو،خو کار نه پیدا کېده.» 

د نورو ولایتونو په څیر د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله  په پکتیا کې هم د بې روزګارۍ کچه لوړه شوې  او په ټولییز ډول غوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونه دې د بیارغونې پروژو کارونه پیل کړي، ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist