Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکايي ډیپلوماټانو د ابوظبۍ پنډغالو کې له بند پاتې افغانانو بښنه وغوښته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/06

د امریکا متحده ایالتو ډیپلوماټانو د متحده عرب اماراتو پلازمېنې  ابوظبۍ  په پنډغالو کې د بند پاتې افغانانو چې امریکا ته د تللو اراده لري، بښنه وغوښته.

راپورونه وايي، دغه ډيپلوماټان چې پیژندګلوي یې رسنیو ته نه ده روښانه شوې، پنډغالي ته ورغلي او له نږدې یې د هغوی حالت لېدلی دی. 

هغوی وايي،مني،چې د بند پاتې افغانانو وضعیت ډېر خراب دی،خو دوی هم هڅې پیل کړي،چې امریکا ته د هغوی د لېږد بهیر چټک کړي.

یو تن امریکايي ډیپلوماټ وايي:« ما هغوی ته وویل، زه ډېره بښنه غواړم،چې تاسې مو دلته منتظر  یا په تمه کړي یاست. که رښتیا ووایم، زه هم د هغوی په څېر ستړی او ناهیلی وم. خو ما له هغوی وغوښتل، چې موږ هم درک کړي،چې څومره په بېړه موږ په دې برخه کې کار کوو او غواړو هرڅه د سیسټم پر بنسټ مخ ته ولاړ شي.» 

هغه بنسټونه،چې په ابوظبۍ او دبۍ کې د دوه سترو پنډغالو د میشتو افغانانو غږ یې پورته کړی وايي، په دوی کې خبریالان او قاضیان ش امل دي،چې تر اوسه پورې یې برخلیک څرګند نه دی.

د سولې لپاره د پاڅون بنسټ مشر  احمد شاه محبي وايي:« ستونزه دا ده،چې هیڅوک نه پوهیږي،چې څه پیښیږي. د بند پاتې افغانانو ستونزه دا ده،چې هغوی ډېر اوږد او بې برخلیکه انتظار کوي، په بند پاتې کسانو کې، خبریالان، قاضیان او څارنوالان له کورنیو سره دي. په متحده عرب اماراتو کې په دوه بېلابېلو پنډغالو کې د افغانانو شمیر ۱۲ زرو ته رسیږي.» 

د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنیدوونکو چارو وزارت  ویاند عبدالمطلب حقاني بیا د سقوط پر مهال د هغوی وتل غیر قانوني او د نړیوالو اصولو خلاف بولي او د با عزته ژوند لپاره یې بېرته هېواد ته راستنیدل غوره بولي.

حقاني زیاتوي:« د اسلامي امارت د راتګ پر مهال چې کوم هېوادوال له هېواده وتلي او متحده عرب اماراتو او نورو هېوادونو ته تللي دي،اول خو د هغوی دلته تګ د ټولو نړیوالو اصولو خلاف دی او بیا هلته چې دوی لاړل، بې برخلیکه پاتې شول. اسلامي امارت پر دوی غږ کوي،چې بېرته هېواد ته راستانه شي او دلته د حیا او ابرو ژوند وکړي.» 

اوس مهال د متحده عرب اماراتو په دوه پنډغالو کې شااوخوا ۱۲ زره افغانان میشت دي،چې ۲۵۰۰ یې د تیر حکومت د صفر یو قطعې ځواکونه یاد شوي دي.

دغه بند پاتي کډوال،چې د تخلیې بهیر په لړ کې وتلي، له تیرو څو اونیو راهیسې د خپل بد وضعیت او امریکا تګ په اړه لاریونونه کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist