Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/27

د اسلامي امارت رياست‌الوزرا له لوري ممتازو او مډال راوړونکو وزرشکارانو ته موټر او موټرسایکلونه د ډالیو په توګه ورکړل شول. دغو ورزشکارانو د بحرین په کوربه‌توب د تنکيو ځوانانو په اسیايي او د سعودي عربستان په کوربه‌توب د اسلامي هېوادونو د پیوستون په سیالیو کې له ځلېدو سره، د سرو زرو، سپينو زرو او برونزو مډالونه ګټلي وو.

پر ډالیو نازول شوي لوبغاړي وايي،  د حکومتي چارواکو له لوري یې دا ډول ستاینه هڅوي چې د لا ډېرو وياړونو ترلاسه کولو لپاره سخت کار وکړي.

ورزشکار احمد فایض ابراهیمي وايي: « تر هغو چې زموږ په رنګونو کې وینه چلېږي، د هېواد او افغانستان لپاره به مبارزه کوو او ویاړونه به راوړو. د حکومت دا ډالۍ او هڅونه سبب کېږي چې موږ نور هم تشویق شو او له تېر څخه هم لس چند زیات سخت تمرینونه وکړو او ښې پایلې ترلاسه کړو.»

د تنکیو ځوانانو د فوټسال ملي لوبډلې غړی علي احمدي وايي: « دا ډالۍ ګانې، ستاینې او محفلونه موږ ته انګیزه راکوي چې د افغانستان په نوم لا ډېره سخته مبارزه وکړو.»

د المپیک ملي کمېټې چارواکي وايي، تېر کال د ورزش له پلوه د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډک کال و او په خبره يې، ۲۰ کاله وروسته افغانستان وکولی شول  له سترو نړیوالو سیالیو د سرو او سپینو زرو مډالونه راوړي.

دوی زياتوي، لوبغاړو ته د ورزشي تمرینونو ورکړې ترڅنګ، عقیدوي زده‌کړې هم ورکول کېږي چې موخه یې په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان ښه استازولي ده.

د المپیک ملي کمېټې رییس احمدالله وثيق وايي: « د خدای شکر دی موږ سږ کال د ورزش په برخه کې بې مخینې لاسته راوړنې لرلې. شل کاله وروسته افغانستان دغه شان بې سابقې مډالونه ترلاسه کړل. شل کاله وړاندې د افغانستان ورزش یوازې یو د سپینو زرو مډال درلود، خو نن موږ له نړیوالو میدانونو د سروزرو مډالونه لرو. دا د افغانستان د ورزش په تاریخ کې لومړی ځل دی او د دې څرګندونه کوي چې اوسنی حکومت د ورزش تر شا ولاړ دی او ملاتړ یې کوي.»

د المپیک ملي کمېټې مسلکي او تخنیکي مرستیال احمد جان ځدراڼ وايي: « موږ ورزش ته د یوې ارزښتناکې ټولنیزې پدیدې په سترګه ګورو، د ملیتونو ترمنځ یې د اتحاد او اتفاق سبب بولو او کوشش کوو چې په اسلامي او افغاني روحیه سمبال ورزشکاران وروزو، ترڅو له یوې خوا په بهر کې د افغانستان ښه استازیتوب وکړي او له بلې خوا د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې هم د یوه روزل شوي ځوان په صفت بشپړه ونډه واخلي.»

ځينې نور چارواکي هم په نړيوالو ميدانونو کې د افغانستان ښې استازولۍ له امله د افغان ورزشکارانو هڅې ستايي او د حکومت له ادرسه د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکوي.

دوی دغه راز له سوداګرو هم غواړي چې په راتلونکي کې د لا زياتو وياړونو ګټلو لپاره د ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « موږ د کال په اوږدو کې د سپورټ او ورزش په برخو کې هم داسې ګڼ ویاړونه لرل چې افغانستان یې د نړۍ په کچه مطرح کړ؛ دا زموږ د ملت ګډ افتخار او ویاړ دی. د اسلامي امارت مسوولین دا خپله دنده بولي چې د هېواد مډال راوړونکي ځوانان د غوره بېلګو په توګه ومني او ملاتړ یې وکړي. دا د دوی حق دی چې ملت یې له هره پلوه ملاتړ وکړي او ویې هڅوي. زموږ خصوصي سکټور او شتمن کسان هم باید زموږ لوبغاړي تشویق کړي؛ ځکه تاسو پوهېږئ چې نظام په اقتصادي لحاظ ستونزې لري او نه شي کولی ټول بار اوچت کړي.»

د اسلامي امارت ریاست الوزرا دفتر بیا وايي، له افغان ورزشکارانو سره د افغانستان نوم تړلی او د لوبو ګټلو په صورت کې یې نړۍ د افغانستان د اتلولۍ په نوم یادوي. نو په همدې اساس حکومت ژمن دی چې له خپلو وزرشکارانو ملاتړ وکړي.

د ریاست الوزرا د دفتر رییس عبدالواسع وايي: « دا اتلولي یوازې د دغو کسانو نه ده بلکې دا د ټول افغانستان لپاره ده. دا ځکه چې که خدای مه کړه دا ورزشکاران په کوم میدان کې ناکامېږي، نسبت یې افغانستان ته کېږي او وايي، افغانستان ته یې ماتې ورکړه. که چېرې کامیابېږي، د بریا نسبت یې هم افغانستان ته کېږي او و ايي، افغانستان وګټله.»

د المپیک ملي کمېټه دغه راز وايي، هڅه یې دا ده چې د ورزش له لارې نړۍ ته د افغانستان ریښتینی او حقیقي انځور وړاندې کړي. د دې کمېټې د چاررواکو په خبره، موخې ته د رسېدو لپاره ۱ میلیون او ۳۰۰ زره لوبغاړي ورسره راجسټر دي او په ۵۲ بېلا بېلو ورزشي برخو کې پر تمرینونو بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist