Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په چین کې  روانه میاشت د افغانستان په اړه ناسته جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/06

 د چین پلازمېنه بېجینګ کې  د روانې  مارچ میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په اړه د شپږو ګاونډیو هېوادونو ناسته جوړېږي. 

په ناسته کې ایران، ترکمنستان، ازبیکستان، تاجکستان، چین او پاکستان هېوادونو استازي ګډون کوي او په افغانستان کې د وروستي اقتصادي او بشري وضعیت په اړه به بحث او خبرې  وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت  د اقصتادي چارو مشر شفیع اعظم بیا دغه ناسته مهمه ګڼي  او وايي، ټولې هغه ناستې،چې د سیمې دثبات، اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د سیمه ییز اتصال لپاره جوړیږي، چمتو دي چې په کې ګډون وکړي.

اعظم زیاته کړه:« په سیمه او د  افغانستان په ګاونډ کې، هره هغه هڅه چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او سیمه ییز اتصال او افغانستان او سیمې د ثبات لپاره چې هرځای هڅه کیږي، اسلامي امارت پوره چمتو د ی، چې په هغې ګډون وکړي او د خپلو مسولیتونو په تړاو چې دوی ته متوجه دي،سیمې او ګاونډیو ته پوره ډاډ ورکړي.» 

 د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل  کوونکي  بیا د چین ناسته د افغانستان لپاره اغیزمنه ګڼي،چې په خبره یې د اسلامي امارت باید له دغې ناستې پوره ګټه واخلي، له چمتوالي سره په کې ګډون وکړي .

د دوی په باور چین له اقتصادي پلوه د نړۍ زبرځواک هېواد دی او همدا راز په افغانستان کې د پانګوونې تمه هم لري. 

د سیاسي  چارو تحلیل کوونکی عزیز معارج وايي:« په چین کې چې کومه ناسته د افغانستان په تړاو جوړیږي،دا به ډېره اغیزمنه وي،ځکه چین یو تولیدي او اقتصادي ستر هېواد  دی،  د افغانستان ګاونډی دی او په نړۍ کې یو زبر ځواک دی. په ورته مهال د روس او ایران دوست هېواد هم دی او افغانستان ته ترانزیتي ضرورت هم لري. افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې لېواله دی،چې قرار دادونه وکړي.» 

ټاکل شوې ده،چې د چین دغې ناستې په څنډه کې به د کابل، اسلام اباد او بېجینګ ترمنځ هم درې اړخیزه ناسته وشي او موخه به یې  په سیمه ییزو پروژو کې د افغانستان ګډون وي. 

د راپورونو له مخې،په دې ناسته کې افغان لوري ته هم د ګډون بلنه ورکول کېږي او اسلامي امارت هم هم منلې ده،چې په داسې ناستو کې چې د سیمې او افغانستان پر ګټه وي، ونډه اخلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist