Skip to content
د چین پلازمېنه بېجینګ کې د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په اړه د شپږو ګاونډیو هېوادونو ناسته جوړېږي.
په ناسته کې ایران، ترکمنستان، ازبیکستان، تاجکستان، چین او پاکستان هېوادونو استازي ګډون کوي او په افغانستان کې د وروستي اقتصادي او بشري وضعیت په اړه به بحث او خبرې وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د اقصتادي چارو مشر شفیع اعظم بیا دغه ناسته مهمه ګڼي او وايي، ټولې هغه ناستې،چې د سیمې دثبات، اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د سیمه ییز اتصال لپاره جوړیږي، چمتو دي چې په کې ګډون وکړي.
اعظم زیاته کړه:« په سیمه او د افغانستان په ګاونډ کې، هره هغه هڅه چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او سیمه ییز اتصال او افغانستان او سیمې د ثبات لپاره چې هرځای هڅه کیږي، اسلامي امارت پوره چمتو د ی، چې په هغې ګډون وکړي او د خپلو مسولیتونو په تړاو چې دوی ته متوجه دي،سیمې او ګاونډیو ته پوره ډاډ ورکړي.»
د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا د چین ناسته د افغانستان لپاره اغیزمنه ګڼي،چې په خبره یې د اسلامي امارت باید له دغې ناستې پوره ګټه واخلي، له چمتوالي سره په کې ګډون وکړي .
د دوی په باور چین له اقتصادي پلوه د نړۍ زبرځواک هېواد دی او همدا راز په افغانستان کې د پانګوونې تمه هم لري.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عزیز معارج وايي:« په چین کې چې کومه ناسته د افغانستان په تړاو جوړیږي،دا به ډېره اغیزمنه وي،ځکه چین یو تولیدي او اقتصادي ستر هېواد دی، د افغانستان ګاونډی دی او په نړۍ کې یو زبر ځواک دی. په ورته مهال د روس او ایران دوست هېواد هم دی او افغانستان ته ترانزیتي ضرورت هم لري. افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې لېواله دی،چې قرار دادونه وکړي.»
ټاکل شوې ده،چې د چین دغې ناستې په څنډه کې به د کابل، اسلام اباد او بېجینګ ترمنځ هم درې اړخیزه ناسته وشي او موخه به یې په سیمه ییزو پروژو کې د افغانستان ګډون وي.
د راپورونو له مخې،په دې ناسته کې افغان لوري ته هم د ګډون بلنه ورکول کېږي او اسلامي امارت هم هم منلې ده،چې په داسې ناستو کې چې د سیمې او افغانستان پر ګټه وي، ونډه اخلي.