Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونېسف: د افغان ماشومانو لپاره د غوښتل شویو مرستو یوازې ۱۵ سلنه راټولې شوي  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/05

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونېسف څه موده وړاندې د افغان ماشومانو د صحت، تعلیم او خوارکي سيسټم تقويې لپاره د دوه ميليارده ډالرو غوښتنه کړې وه، خو اوس وايي، يوازې ۱۵ سلنه يې راټوله شوې. 

یونېسف زیاتوي:«په افغانستان کې  د ۱۲ اعشاریه ۹ میلیونه ماشومانو سره د مرستې لپاره یونېسف ۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. په اوس کې د افغان ماشومانو او کورنۍ  بشري اړتیاوې بې ساري دي. د دې وضیعت د مهار په موخه به یونېسف ژوند ژغورنکو فعالیتونو ته تر هر څه لومړیتوب ورکړي.» 

یونېسف وايي، افغانستان کې له سياسي تحول راورسته د ماشومانو وضعیت لا خراب شوی او څه باندې یو میلون يې بيا له سختې خوارځواکۍ سره هم مخ دي.

په افغانستان کې هغوی چې له سقوط سره سم یې دندې له لاسه ورکړې، اوس يې د کورنۍ ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او له مجبورې ورځې د کورنۍ نفقې پيدا کولو لپاره سخت کارونه کوي. 

کابل کې د  یوې کورنۍ سرپرست ماشوم وايي:« ښوونځي ته نه ځم. یوازې یو ورور لرم، هغه هم ګوړه پلوري. زه هم کار کوم. پلار مې روږدی دی. په کور کې نه وي. » 

کابل کیې د یوې بلې کورنۍ سرپرست ماشوم جواد بیا وايي:« وړاندې مې پلار دنده لرله. موږ به زدکړې کولې. خو کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، پلار مې بې دندې شو. اوس زه اړ یم، چې کار وکړم.» 

افغان ماشومانو کې ډېری يې له زده کړو بې برخې، پوره خوړو ته لاس رسی نه لري او روغتيايي برخې ته پاملرنه خو يې په فکر کې هم نه راګرځي، ډېر يې د زده کړو ارمان کوي،خو غربت يې مخه ډب کړې. 

د روغتيا وزارت ویاند جاوید هژیر وايي، هېواد کې د ناسم اقتصادي وضعیت له کبله ۳،۴ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي،چې يو میلیون يې بيا له جدي ګواښ سره مخ دي. 

عام باور دا دی،که اسلامي امارت خلکو ته د کارونو په پیدا کولو کې مرسته وکړي، لرې نه ده چې ماشومان به له شاقۍ کار وژغول شي او د سختو کارونو پر ځای به زده کړو ته دوام ورکړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist