Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار چارواکي: د مطیع الله په نوم ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/03

د ننګرهار امینه قوماندانۍ مسولین وایي، وړمه شپه یې  د مطیع الله نوم ماشوم د دندې پر وخت د انسان تښوونکو له منګولو ازاد کړی او خپلې کورنۍ ته یې وسپاره. 

د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی وايي،  دغه ماشوم شااوخوا شپږ میاشتې وړاندې د کندز ښار اړوند پنځمې ناحیې انسان تښتوونکو تښولی وو،چې اوس  د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحیې کې د قوماندانۍ مسولینو د دندې پر وخت په یو چک پواینټ کې نیولی او انسان تښتوونکي ترې په تېښته بریالي شوي.

زابلي زیاته کړه:«دغه ماشوم شااوخوا شپږ میاشتې وړاندې د کندز ښار د  پنځمې ناحیې اړوند انسان تښتوونکو تښتولی وه. نن د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ سرتېرو د  اتمې ناحیې اړوند د دندې پر وخت دغه ماشوم د انسان تښتونکو له منګولو ازاد کړ او نن مو خپلې کورنۍ ته وسپاره.» 

تښتول شوی ماشوم مطیع الله له یوې اوږدې مودې وروسته،چې په سختۍ پرې تېره شوه،له خپلې کورنۍ سره یو ځای  شو او خوښ بریښي.

مطیع الله وايي:« د کندوز د پنځمې ناحیې ناحیې اوسېدونکی یم. ښار ته تلم. د وزلوبې په میدان کې یوه توره کرولا چې تورې ښيښې یې وې. لومړۍ مخ ته ولاړه. دوه تنه ترې ښکته شول زما په لوري راغلل او زه یې په زور له ځان سره موټر ته وخېژوم. یوه ښځه وه. دوه ماشومان وو. یو موټرچلوونکی او دوه تنه نور وو. یوه ټوټه یې لاس کې وه او زما په پزه یې وټومبله. نور بیا زه په ځان ونه پوهېدم. » 

د یاد ماشوم پلار  مولوي عبدالله چې یې د زوی موندلو لپاره ډېره هڅه  کړې وه او د ډېرو ادارو دروازې یې ټکولې وې،خو تش لاس او بې د زوی موندلو ناهیلی کور ته ستون شوی وو،اوس ډېر خوشاله دی او د ننګرهار د امینې قوماندانۍ له مسولینو مننه کوي.

عبدالله زیاتوي:«  زوی مې مطیع الله شپږ میاشتې مخکې له کندزه تښتول شوی وه. اوس د ننګرهار ولایت د اسلامي امارت د اتمې حوزې منسوبینو د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړ. مننه ترې کوم.» 

دا لومړی ځل نه دی،چې یوه کورنۍ له خپل ورک ماشوم پسې دومره ستړې ګالي، له دې وړاندې هم د هېواد په ګڼو برخو کې د پېسو لپاره د ډېرو کورنیو تنکي ځوانان او ماشومان د انسان تښتوونکو له لورې تښتول شوي،چې ګڼ یې وژل شوي دي.

خلک انسان تښتونکو ته د سختې سزا غوښتنه کوي.

دوی وایې،دا ډول مجرمینو ته د سختې سزا په ورکولو سره به نورو ته عبرت او ټولنه به له ورته جنایتونو خلاصه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist