Skip to content
په ننګرهار ولایت کې د کورونا مرکز مشر ډاکټر وکیل زیار وايي، په دغه ولایت کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.
زیار وايي، هره ورځ تر ۴۵ پورې ناروغان ورته ورځي او په خبره یې د ډېری لابراتواري پایله مثبته وي.
زیار زیاتوي:« نن د ورځې ناروغان ۴۵ تنه دي. زموږ روغتون ۳۰ بسترونه لري،خو الحمدالله موږ کولای شو، تر ۵۰ او یا هغې ډېرو ناروغانو لپاره چمتوالی لرو. بسترونه لرو. که د ناروغانو شمېر زیاتېږي، نو کولای شو، چوپړ یې وکړو.»
اخوا پر کورونا وبا اخته کسان وايي، دلته یې درملنه په سم بڼه کېږي او په ډېر بد وضعیت کې راوړل شوي،خو په خبره یې اوس ښه وضعیت کې دي.
پر کورونا اخته یو ښځينه ناروغه وايي:« زه یې دلته په امبولانس کې راوړمه. دلته د خدای رحم راباندې وشو او اوس شکر ښه یمه. له مخکې ډېره ښه شوې یمه.»
د ننګرهار ولایت د کورونا په مرکز کې ان د لرو پرتو ولایتونو ناروغان هم بستر دي.
پر کورونا وبا اخته یو ناروغ وايي:« زه د لوګر ولایت له ازرې ولسوالۍ دلته راغلی یم. هلته مو ډېره درملنه وکړه، خو ښه نه شوم. بیا دلته راغلم، اوس له وړاندې ډېر ښه شوی یم.»
پر کورونا وبا د اخته ناروغانو پایوازان بیا وايي، په یاد مرکز کې یې د کورنیو غړیو درملنه په سمه بڼه کېږي.
په ننګرهار کې که څه هم هوا په ګرمېدو ده،خو سم ورسره د کورونا وبا مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.
نیوکې دا وې،چې د کورونا مرکز کې د لابراتواري موادو او نور د اړتیا وړ توکي نه شته او پر کورونا اخته ناروغان بېرته کورونو ته لېږل کېږي،خو د روغتون مسوولینو په خبره، چمتوالی لري او کومه اندېښنه نه شته دی.