Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په ننګرهار کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر لوړ شوی 

admin by admin
2022/03/03

په ننګرهار ولایت کې د کورونا مرکز مشر ډاکټر وکیل زیار وايي، په دغه ولایت کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.  

زیار وايي، هره ورځ تر ۴۵ پورې ناروغان ورته ورځي او په خبره یې د ډېری لابراتواري پایله مثبته وي. 

زیار زیاتوي:« نن د ورځې ناروغان ۴۵ تنه دي. زموږ روغتون ۳۰ بسترونه لري،خو الحمدالله موږ کولای شو، تر ۵۰ او یا هغې ډېرو ناروغانو لپاره چمتوالی لرو. بسترونه لرو. که د ناروغانو شمېر زیاتېږي، نو کولای شو، چوپړ یې وکړو.» 

اخوا پر کورونا وبا اخته  کسان وايي، دلته یې درملنه په سم بڼه کېږي او په ډېر بد وضعیت کې راوړل شوي،خو په خبره یې اوس ښه وضعیت کې دي. 

پر کورونا اخته یو ښځينه ناروغه وايي:« زه یې دلته په امبولانس کې راوړمه. دلته د خدای رحم راباندې وشو  او اوس شکر ښه یمه. له مخکې ډېره ښه شوې یمه.» 

د ننګرهار ولایت د کورونا په مرکز کې ان د لرو پرتو ولایتونو ناروغان هم بستر دي.  

پر کورونا وبا  اخته  یو ناروغ وايي:« زه د لوګر ولایت له ازرې ولسوالۍ دلته راغلی یم. هلته مو ډېره درملنه وکړه، خو ښه نه شوم. بیا دلته راغلم، اوس له وړاندې ډېر ښه شوی یم.» 

پر کورونا وبا د اخته ناروغانو پایوازان بیا وايي، په یاد مرکز کې یې د کورنیو غړیو درملنه په سمه بڼه کېږي. 

په ننګرهار کې که څه هم هوا په ګرمېدو ده،خو سم ورسره د کورونا وبا مثبتې پېښې په زیاتېدو دي. 

نیوکې دا وې،چې د کورونا مرکز  کې د لابراتواري موادو او نور د اړتیا وړ توکي نه شته او پر کورونا اخته ناروغان بېرته کورونو ته لېږل کېږي،خو د روغتون  مسوولینو په خبره، چمتوالی لري او کومه  اندېښنه نه شته دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist