Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شویو پیسو څه باندې یو میلیارد ډالر ازاد کړل 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/03

د نړیوال بانک اجرائیه بورډ د سې شنبې په ورځ د «۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۰ مه»  پریکړه وکړه،چې د افغانستان د کنګل شویو ۹،۵ میلیارده ډالرو څه باندې یو میلیارد ډالر آزادوي او دلته به یې د بشري او اقتصادي ناورین سره د مبارزې په برخو کې ولګوي.

د یاد بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دغه  پیسې به د  اسلامي امارت له لاسرسي پرته د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو له خوا د افغانستان په ښوونییز،کرنیز او روغتیا سکتورونو او کورنیو پروګرامونو برخو کې لګول کیږي.

د نړیوال بانک د خبرپاڼې یوه برخه:«د  دې پریکړې موخه دا ده،چې د اړمنو افغانانو ملاتړ وشي او هغوی ته اړین مواد ورسول شي. له پریکړې مو بله موخه دا هم ده،چې په افغانستان کې د کلیدي اقتصادي او ټولنیزو خدمتونو ساتنه وشي،ترڅو راتلونکې کې بشري مرستو ته اړتیا کمه احساس شي.» 

له کنګل شوې پانګې دغه یو میلیارد ډالر د افغانستان د بیارغونې له وجهي صندوقه آزادې شوې،چې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو مرستندویه هېوادونو له خوا مرسته شوي دي.  نړېوال بانک ویلي،د دې ډاډ باید ورکړل شي دی،چې د دې پیسو د لګولو له ګټو افغان ښځې او نجونې هم برخمنې کیدلی شي.

د نړیوال بانک د خبرپاڼې یوه برخه:« په لومړیو کې باید له افغانستان سره مرستندویه هېوادونه باید د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د هغو څلورو پروژو په اړه پریکړه وکړي،چې د ښوونې،روغتیا، کرنې او خلکو د ژوند په اړه دي.» 

نړیوال بانک ویلي،دغه پیسې به د حاکم حکومت یا اسلامي امارت له لاسرسي پرته د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو له خوا ولګول شي،خو شنونکي بیا ټینګار پر دې لري،چې دغه پيسې دې د اسلامي امارت تر څار لاندې ولګول شي.

د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق،چې د نړیوال بانک له خوا اداره کیږي،دغه یو میلیارد ډالر په‌ کې د تېر کال په اګست میاشت کې د امریکایانو له وتلو او واک ته د اسلامي اماتر له رسیدو وروسته کنګل اعلان شوې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist