د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتو ترمنځ د تړون دوه کاله پوره شول.
په کابل کې د سه شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۰ مه» د دوحې تړون د دویمې کالېزې په اړه جوړو شویو مراسمو کې د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر ولسونو غږ وکړ، د هغو عناصرو پر وړاندې ودرېږي،چې د جګړې اور ته لمنه وهي.
برادر پر نړیوالو هم غږ وکړ،چې د جګړې تپلو پر ځای دې د خبرو لاره غوره کړي،هغه لار چې دوی هم تجربه کړه.
برادر زیاته کړه:« د نړۍ پر حکومتونو او ولسونو غږ کوم،چې د جګړو د تحمیل کولو او اوږدولو پر ځای دې د تفاهم او مذاکرې لاره ونیسي.موږ هم همدا لاره تعقیب کړه او ښه پایله مو ولېده. د نړۍ او خپل ولس له متخصص خلکو غواړو،چې د افغانستان آباده ولو په اړه خپلې طرحې او مشورې له موږ سره شریکې کړي.»
د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر له نړۍ سره د ښو اړیکو پر ټینګولو او دوام ټینګار وکړ.
برادر ډاډ وښود،چې حکومت به یې د اقتصادي پراختیا،پانګونې او اقتصادي فعالیتونو ته زمینه برابره کړي او په دې برخه کې یې له ټولو متخصصینو وغوښتل،چې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره طرحې ورکړي.
هغه زیاته کړه:« ولس باید د هغو شریرو عناصرو پر خلاف د اسلامي امارت پوره ملاتړ وکړي،چې غواړي افغانستان یو ځل بیا نا ارامه کړي،د اقتصادي غوړیدو او پرمختګ مخه یې ونیسي،د ۴۰ کلونو له جګړي او ورانۍ له حالته راوتل،خواره لوی او دروند کار دی. ولس مو باید بې حوصلې نه شي او لوی هدف ته د رسیدولو لپاره د صبر او مسلسل کار لاره غوره کړي.»
د دوحې هوکړه،چې له اتلس میاشتني مذاکراتو وروسته یې پر اساس له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه ووتل او اسلامي امارت له کوم افغاني تفاهم پرته په ټول افغانستان واکمني ترلاسه کړه.
اخوا په دې مراسمو کې د کانونو او پترولیم وزارت چارسبمالي شهاب الدین دلاور له خپل حکومته ننګه وکړه او سرپرسته کابینه یې ټولشموله یاده کړه،خو د نیوکې په توګه یې وویل،نړیوال غواړي په اوسني نظام کې پر دوی یو شمېر اشخاص ور وتپي.
دلاور زیاته کړه:« غیر له یو څو خاینینو،چې وتلي دي. دا کسان له ۱۵ زیاد نه دي. بل څوک دوی نه غواړي،چې په دې نظام کې یې شامل کړي. ملا صاحب برادر دلته شتون لري. حنیفي شتون لري. دوی موږ ته لیست راکړ، اول یې ۸ کسان ویلي ول، بیا ۱۱ وویل، آخر ۱۵ ته غالبا راغلل. د ۱۵ کسانو نوم یې راکړی دی،چې دا کسان باید په نظام کې وي.»
له دې سره بیا بله نیوکه دا وه،چې تېر نظام په قومي وېش جوړشوی و او اسلامي امارت په تېر تجربه شوي جوړښت باور نه لري.
یاده ناسته کې د حکومت نورو لوړ پوړو چارواکو هم ویناوې وکړې او په ټولو هغو افغانانو چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره جلاوطنه شوي،د بېرته را ستنېدو غږ وشو. اسلاميامارت د دوحې هوکړې دویم کال داسې مهال نمانځي،چې لاهم د اسلامي امارت یو شمېر غړي د امریکا متحده ایالتو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لیست کې دي او نړیوال ورسره رسمي اړیکې نه لري.
د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتو ترمنځ د سولې هوکړه چې نږدې یولس پړاوه خبرې وې، دوه کاله وړاندې د کب پر لسمه په دوحه کې لاسلیک شوه.