Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د دوحې تړون دویمه کالېزه؛ اسلامي امارت له نړۍ سره د ښو اړیکو پر ټېنګولو ټېنګار وکړ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/02

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتو ترمنځ  د تړون دوه کاله پوره شول. 

په کابل کې د سه شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۰ مه» د دوحې تړون د دویمې کالېزې په اړه جوړو شویو مراسمو کې د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر ولسونو غږ وکړ، د هغو عناصرو پر وړاندې ودرېږي،چې د جګړې اور ته لمنه وهي.

برادر پر نړیوالو هم غږ وکړ،چې د جګړې تپلو پر ځای دې د خبرو لاره غوره کړي،هغه لار چې دوی هم تجربه کړه.

برادر زیاته کړه:« د نړۍ پر حکومتونو او ولسونو غږ کوم،چې د جګړو د تحمیل کولو او اوږدولو پر ځای دې د تفاهم او مذاکرې لاره ونیسي.موږ هم همدا لاره  تعقیب کړه او ښه پایله مو ولېده. د نړۍ او خپل ولس  له متخصص خلکو غواړو،چې د افغانستان آباده ولو په اړه خپلې طرحې او مشورې له موږ سره شریکې کړي.»

د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر له نړۍ سره د ښو اړیکو پر ټینګولو او دوام ټینګار وکړ.

برادر ډاډ وښود،چې حکومت به یې د اقتصادي پراختیا،پانګونې او اقتصادي فعالیتونو ته زمینه برابره کړي او په دې برخه کې یې له ټولو متخصصینو وغوښتل،چې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره طرحې ورکړي.

هغه زیاته کړه:« ولس باید د هغو شریرو عناصرو پر خلاف د اسلامي امارت پوره ملاتړ وکړي،چې غواړي افغانستان یو ځل بیا نا ارامه کړي،د اقتصادي غوړیدو او پرمختګ مخه یې ونیسي،د ۴۰ کلونو له جګړي او ورانۍ له حالته راوتل،خواره لوی او دروند کار دی. ولس مو باید بې حوصلې نه شي او لوی هدف ته د رسیدولو لپاره د صبر او مسلسل کار لاره غوره کړي.»

د دوحې هوکړه،چې له اتلس میاشتني مذاکراتو وروسته یې پر اساس له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه ووتل او اسلامي امارت له کوم افغاني تفاهم پرته په ټول افغانستان واکمني ترلاسه کړه.

د اسلامي امارت  لپاره د دوحې هوکړه په ‌افغانستان کې د امریکا متحده ایالتو شل کلن حضور د ماتې په مانا ده.  

اخوا په دې مراسمو کې د کانونو او پترولیم وزارت چارسبمالي شهاب الدین دلاور له خپل حکومته ننګه وکړه او سرپرسته کابینه یې ټولشموله یاده کړه،خو د  نیوکې په توګه یې وویل،نړیوال غواړي په اوسني نظام کې پر دوی یو شمېر اشخاص ور وتپي.

دلاور  زیاته کړه:« غیر له یو څو خاینینو،چې  وتلي دي. دا کسان له ۱۵ زیاد نه دي.  بل څوک دوی نه غواړي،چې په دې نظام کې یې شامل کړي. ملا صاحب  برادر دلته شتون لري. حنیفي شتون لري. دوی موږ ته لیست راکړ، اول یې ۸ کسان ویلي ول، بیا ۱۱ وویل، آخر ۱۵ ته  غالبا راغلل. د ۱۵ کسانو نوم یې راکړی دی،چې دا کسان باید په نظام کې وي.» 

له دې سره بیا بله نیوکه دا وه،چې تېر نظام په قومي وېش جوړشوی و او  اسلامي امارت په تېر تجربه شوي جوړښت باور نه لري. 

یاده ناسته کې د حکومت نورو لوړ پوړو چارواکو هم ویناوې وکړې او په ټولو هغو افغانانو چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره جلاوطنه شوي،د بېرته را ستنېدو غږ وشو.    اسلامي‌امارت د دوحې هوکړې دویم کال داسې مهال نمانځي،چې لاهم د اسلامي امارت یو شمېر غړي د امریکا متحده ایالتو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لیست کې دي او نړیوال ورسره رسمي اړیکې نه لري.

د اسلامي امارت  او امریکا متحده ایالتو ترمنځ د سولې هوکړه چې نږدې یولس پړاوه خبرې وې، دوه کاله وړاندې د کب پر لسمه په دوحه کې لاسلیک شوه. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist