Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا:زرمت ولسوالۍ کې د اسلامي امارت لېکو کې د وژل شویو کسانو ماشومانو لپاره مدرسه جوړه  شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/28

په سوېل  کې د پکتیا ولایت  زرمت ولسوالۍ  په سهاکو سیمه کې د اسلامي امارت له لوري د امارت لېکو کې د وژل شویو کسانو ماشومانو له لپاره ځانګړې مدرسه جوړه شوې ده. 

 

د مدرسې یو تن ښوونکی عبدالباري وايي:« تقریبا ۶۳ یتیمان موږ دلته مدرسه کې لرو،چې زده کړې کوي.نور خو کورونو کې ډېر دي،دا چي کوچني زده کړې نه شي کولی او ځینې نور د نږدې سیمو دي، چې له درس وروسته کورونو ته ځي.»

عبدالباري همدا راز وایي، دغو یتمو ماشومانو ته د مهال ویش له مخې زده کړې او روزنه ورکول کېږي.

عبدالباري زیاته کړه:« د دوی لپاره مو په بشپړ ډول د درس زمینه برابره کړې،د مهال ویش له مخې مو ورته درسونه برابر کړي دي.»

د دغو یتیمو ماشومانو له ډلې هر یو یې د تیرو کلونو جګړو او د بهرنیو ځواکونو چاپو کې د وژل شویو پلرونو له درده ډکې کیسي لري او وایي، د زده کړو وس یې نه درلود او د مدرسې پر جوړیدو خوشاله دي.

د مدرسې یو تن زده کوونکی وايي:« زموږ کلي ته امریکایان راغلي ول. زما پلار امریکایانو په بمبار کې شهید شو. زه یتیم یم، خپله مې زده کړه نه شوه کولی او دلته مدرسې ته راغلم.»

د مدرسې یو بل  زده کوونکی بیا وايي:« ډار و.  مخکې مو درس نه شو ویلی، اوس ازادي راغله طالب راغلی. اوس الحمدلله په ډاډه زړه دلته زده کړې کوو.»

د ۲۰ کلنې جګړې په پایله کې لسګونه زره ماشومان بې سرپرسته او له ورته برخلیک سره مخامخ دي،چې د اسلامي امارت مسوولینو ویلي، د طالبانو او عسکرو یتیمانو ته په یوه سترګه ګوري او د زده کړو زمینه ورته برابروي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026
تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول
افغانستان

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 16, 2026
د ناروې ولسي مرستو سازمان: امریکا را ته د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونو کې د فعالیت درولو امر کړی
افغانستان

اوچا: روان کال افغانستان کې ماینونو ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

جولای 15, 2026
افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې
افغانستان

افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې

جولای 15, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026
تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 16, 2026
افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

جولای 15, 2026
افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

جولای 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist