Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: اسلامي امارت باید پر سیمه ییزې تګلارې زیات تمرکز وکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/27

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د اوکراین وضیعت له خرابېدو وروسته د نړیوالو پام له افغانستان د اوښتو په حال کې دی او اسلامي امارت باید پر سیمه ییزې تګلارې زیات تمرکز ولري.

 د سیاسي چارو شنونکی  سید هارون پاچا وايي:«  له بده مرغه،چې د نړیوالو توجه له افغانستانه اوکراین ته اوښتې ده،نو دا به زیات وخت ونیسي،چې د نړیوالو مخ بېرته افغانستان ته را واوړي،خو موږ ته به په اقتصادي او سیاسي لحاظ زیاتې ستونزې پیداکړي.» 

په سیمه کې د اوکراین کړکېچ یو نوی بحران دی،چې افغانستان یې هم له اغیزو خوندي نه شي پاتې کیدای.

افغانستان چې تازه له شل کلنې جګړې راوتلی دی،د اوکراین او روسیې بحران حل ته یې سوله ییز وړاندیز کړی ده.

  په اوکراین د زیات تمرکز وروسته تحلیل کوونکي په دې تینګار کوي،چې اسلامي امارت باید خپله پام سیمه ییزې تګلارې ته واړوي او په باور یې په دې منطیقوي تګلاره کې دې له ګاوندیانو،عربي نړۍ او درېیمې نړۍ هېوادونو سره اړیکې لا غښتلې شي.

 د سیاسي چارو شنونکی  بلا فاطمي وايي:« اړینه دا نه ده،چې موږ حتمن د امریکا او اروپا رسمیت پېژنده لاس کې ولرو. هغوی له موږ سره نه غواړي، مشکلات جوړ کړي،هغوی اوس هلته په ستونزو کې اخته دي،نو اوس له دې فرصته سیاسي استفاده کول په کاردي،منطیقوي پالسي باید جوړه شي ګاونډیو هېوادونو، اسلامي نړۍ او درېیمې نړۍ سره روابط استوار شي.»

خو اندېښڼه دا ده،که چېرته اسلامي امارت په خپله تګلاره کې بدلون او نرمښت رانه ولي،د دې خطر شته،چې افغانستان نور هم په سیاسي او اقتصادي ستونزو کې راګیر شي،چې پایله به یې ښه نه وي.

 د سیاسي چارو شنونکی  کمال سادات وايي:« اوسنیو چارواکو ته په کار ده،چې  له نړۍ سره نرمښت کار واخلي. یو لړ شرایط ومني او نړیوالو ناستو کې ورسره ګډون وکړي.په دې مانا چې په دې کړنو د نړۍ توجو نه اوړي،که چېرته خپلو کړنو کې نرمښت نه راولي،افغانستان خپله غاړه وړي، نو په هغه صورت کې موږ دغه فرصت چې راغلی له لاسه ورکوو.» 

په سیمه او نړۍ کې د بحرانونو له امله ډېر د افغانستان په څېر هېوادونه زیان ویني او شنونکي ټېنګار کوي، چې افغانستان باید خپل بهرنی او سیمه ییز سیاست په بې طرفۍ مخکې یوسي او  زبرځواکو بلاکونو سره له ضد کار وانه خلي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist