Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سره صلیب کمېټه افغانستان کې د روغتیايي سیسټم د سقوط مخه نیول غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/27

د سره صلیب کمیټه وايي،عمومي مشر رابرټ مارډیني د فبرورۍ پر ۲۱ نیټه له لوړپوړي پلاوي سره کابل  ته راغلی او دلته یې له روغتیايي مرکزونو نږدې لیدنه کړې،چې د راتلونکو همکاریو په موخه پراخه ارزونه وکړي.

د سره صلیب ادارې په یوه خبرپاڼه کې د هغه د راتګ خبره کړې او په افغان روغتیايي سیسټم کې یې اوسنیو ستونزو ته هم د خلکو پام ور اړولی دی

د سره صلیب ادارې د خبرپاڼې یوه برخه:«د بانکوالۍ او د نغدو پیسو ناورین مستقیمې او سترې اغیزې پر روغتیایي سیسټم لري. روغتیایي مرکزونه د دې توان نه لري،چې معاشونه ورکړي یا د سون توکي چمتو کړي،

امبولانسونه فعالیت نه شي کولای، ناروغان خواړه نه لري او کافي دارو درمل هم نه لري.»

سره صلیب تر دې دمه د ۲۸ حوزوي،ولایتي او تدریسي روغتونونو د کارکوونکو معاشونه ورکړي دي او وايي،دا مرسته او همکاري یې د دې لپاره کړي،چې په افغانستان کې روغتیايي سیسټم سقوط ونه کړي.

سره صلیب ادارې خبرپاڼې یوه برخه:« سره صلیب د روغتونونو د ملاتړ پروژې له لارې بېړنۍ چارې سرته رسولي،ترڅو ډاډ ترلاسه کړي،چې روغتیایي سیسټم سقوط ونه کړي، په دې توګه د ۲۸ حوزوي،ولایتي او تدریسي

روغتونونو د کارکونکو معاشونه یې ورکړي،چې په ټولییزه توګه ۵۷۲۵ بسترونه لري.» 

بل لور ته د اقتصادي چارو شنوونکي بیا وايي،ښايي نورې مرستې د بېلابېلو چینلونو له لارې مصرف شي،خو د سره صلیب مرستې د دې لپاره اغیزمنې دي،چې په مستقیم ډول تر اړمنو کورنیو رسیږي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز عزیز واييي:«د دوی ټولې مرستې بشردوستانه دي او د دوی د مرستو لړۍ تر ډېره مثبتې اغیزې لري،ځکه دوی هغه کورنۍ په نښه کوي،چې مرستو ته اساسي ضرورت لري.»

ویل کیږي،چې له مارډیني سره  په دې سفر کې د فنلنډ د سره صلیب د سکرتر جنرال کریسټینا کامپولا او د ډنمارک د سره صلیب سکرتر جنرال انډریس لاډیکارل هم ملګري وو،چې پرون یې دغه پنځه ورځنی سفر پای ته ورسید.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026
تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول
افغانستان

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 16, 2026
د ناروې ولسي مرستو سازمان: امریکا را ته د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونو کې د فعالیت درولو امر کړی
افغانستان

اوچا: روان کال افغانستان کې ماینونو ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

جولای 15, 2026

وروستي خبرونه

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026
تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist