Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په چین  کې راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه ناسته جوړېږي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/27

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي،راتلونکي میاشت د افغانستان شپږ ګاونډي هېوادونه په چین کې سره کینې او په افغانستان کې د وروستي اقتصادي او بشري وضعیت په اړه سره بحث کوي. 

قریشي ویلي، د چین د دغې ناستې په څنډه کې به د کابل ، اسلام اباد او بیجینګ ترمنځ هم درې اړخیزه ناسته وشي او موخه به یې  په سیمه ییزو پروژو کې د افغانستان ګډون وي،

هغه زیاته کړې:«راتلونکي میاشت د افغانستان شپږ ګاونډي هېوادونه په چین کې سره کینې او په افغانستان کې د وروستي اقتصادي او بشري وضعیت په اړه خبرې او بحث کوي.  د چین ناستې په څنډه کې به د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخېزه ناسته هم وشي او په هغه کې به په سیمه ییزو پروژو کې د افغانستان پر ګډون خبرې وشي.» 

کابل بیا دغه ناسته د ځان لپاره مهمه ګڼي،خو زیاتوي،هغه ناستې چې د سیمې د ثبات، اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د سیمه ییز اتصال لپاره جوړیږي،چمتو دي چې په کې ګډون و کړي.

د بهرنیوچارو وزارت د اقتصادي چارو مشر شفیع اعظم  وايي:« دا د کابل لپاره مهمه ده. په سیمه اویا هم د افغانستان په ګاونډ کې هره هغه هڅه،چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا ، د سیمه ییز اتصال او د سیمې ثبات لپاره کیږي او په دې تړاو ناستې جوړیږي،کابل پوره چمتوالی لري،چې په هغې ګډون وکړي.» 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا د چین ناسته د افغانستان لپاره اغیزمنه ګڼي،چې په خبره یې اسلامي امارت بیا له دغې ناستې پوره ګټه واخلي او  له چمتوالي سره په کې ګډون وکړي. 

د سیاسي  چارو شنونکی عزیز معار ج وايي:« په چین کې ناسته چې د افغانستان ټول  ګاونډي په کې ګډون کوي، دا د افغانستان لپاره ډېره اغیزمنه ده،که چیرې طالبان د دې ناستې لپاره داسې چمتوالی ولري،چې له دې ګټه واخلي،نو ګټوره به وي او که نه وي داسې دا به هم د تیرو ناستوپه څير بې ګټې وي.» 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا  د چین ناسته د سیمه ییزې همغږۍ لپاره مهمه ګڼي.

ځلاند وايي،چین کولای شي، د سیمې اوسني وضعیت د لا ښه والي لپاره همکاري رامنځ ته کړي او دغه همکاري به د اسلامي امارت مشران دې ته متوجې کړي،چې د سیمې د ستونزو په حل کې هڅې وکړي. 

هغه زیاتوي:« په چین کې ناسته به د سییمه ییزې همغږۍ لپاره زیاته اغزمنه  تمامه شي، ځکه سیمه ځینې امنیتي او د سیاسي کړکیچ په تړاو اندیښني لري او چین کولای شي، د اوسني وضعیت د لا ښه والي لپاره همکاري رامنځ ته کړي او دا همکاري به د طالبانو له مشرانو سره مرسته وکړي،چې دوی د سیمې اندیښنې واوري او په حل کې یې هڅه وکړي.» 

په دې  ناسته  کې ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، چین او پاکستان ګډون کوي.

د راپورونو له مخې،په دې  ناسته  کې افغان لوري ته هم د ګډون بلنه ورکول کېږي او اسلامي امارت هم هم منلې،چې په داسې ناستو کې،چې د سیمې او افغانستان پر ګټه وي، ونډه اخلي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist