دافغانستان حکومت دپاکستان پوځي رژیم وروستۍ څرګندونې چې د افغانستان حکومتي او ټولنیز جوړښت په تړاو یې کړې، غندلي او له حقیقت یې لرې بللې دي. حکومت دغه ډول څرګندونې د مسوول پوځي دریځ له معیارونو سره په ټکر کې ګڼلي او ويلي يې دي افغانستان د ځواکمن امنیتي جوړښت او مقتدرې رهبرۍ لرونکی خپلواک او باثباته هېواد دی چې پر خپلې ټولې خاورې بشپړ حاکمیت لري.
په دې اړه د اسلامي امارت له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دافغانستان په تړاو څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول افغان ملت ته د منلو وړ نه دي او پاکستان باید د دواړو هېوادونو ترمنځ حساسیت ته په کتو مسوولانه دریځ خپل کړي.
داسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي: « اسلامي امارت دغه ډول نامسوولانه او پارونکې څرګندونې په کلکو ټکو غندي او د پاکستان له اړونده ادارو څخه غواړي چې د رسمي موقوفونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بې منطقه تبلیغاتو پرځای د خپلو کورنیو مسایلو پر حل تمرکز وکړي. د افغانستان قوي امنیتي جوړښت او مقتدرې رهبرۍ لرونکی یو خپلواک هېواد او باثباته هېواد دی چې د افغانستان پر ټوله خاوره کامل حاکمیت لري غواړو په صراحت ووایو د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول د افغان ملت ته هېڅکله د منلو نه ده. اسلامي امارت د پاکستان پر اړونده ادارو غږ کوي چې د اړیکو حساسیت ته په کتو مسوولانه دریځ او سنجیده څرګندونو لاره خپله کړي.»
د پاکستان د پوځ ویاند دغو ادعاوو ته چې ګنې د دوحې تړون پرخلاف په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم غبرګون ښودلی.
نوموړي ویلي، د پاکستان د پوځ ویاند د دوحې تړون په تړاو ناسم برداشت کړی چې په خبره یې د دوحې په هوکړه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایل نه دي ذکر شوي.
خلیلزاد وړاندیز کړی که کابل او اسلام اباد د دوحې تړون ته ورته خپلمنځي هوکړه وکړي او ورته ژمن پاتې شي، د داعش او ټي ټي پي په ګډون هیڅ ډله به د بل هیواد پر ضد د یو او بل خاوره ونه شي کارولای چې دا کار به د دواړو په ګټه وي خو ټينګار يې کړی چې دغه تړون باید د درېیمګړي هېواد تر څار لاندې وي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي: « د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د دوحې تړون په اړه ناسم برداشت کړی دی؛ ځکه دغه تړون د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایلو ته نه دی ځانګړی شوی. دا موضوع یوه مهمه پوښتنه راولاړوي. که افغانستان او پاکستان یو ورته تړون وکړي او دواړه هېوادونه ژمن شي،د داعش او ټيټيپي په ګډون هېڅ فرد یا ډله به د بل هېواد پر ضد د دوی له خاورې کار وانخلي او که دا بهیر د درېیم لوري تر څار لاندې وي، نو دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي.»
په همدې حال کې چارو شنونکي بیا وايي، دافغانستان په تړاو د پاکستان ستراتیژیک عمق او ددغه هیواد تګلارو ته په کتو اسلام اباد هیڅکله هم باثباته او ځواکمن افغانستان نشي زغملای.
تحلیل کوونکي وايي دهمدغې تګلارې له مخې، اوس د پاکستان پوځ دافغانستان پروړاندې تبلیغاتي جګړه او پروپاګند پیل کړي چې په دې برخه کې هم بریالي به نشي.
د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « په راتلونکې کې او په اوسني کې پر پاکستان باور نه دی پکار، پاکستان په افغانستان کې پياوړی او مرکزي دولت نشې زغملای که هغه د ملا په وجود کې وي یا د بل روشنفکر یا د هرچا په وجود کې وي، دوی خوار او زار افغانستان غواړي.
د سېشنبې په ورځ د پاکستان پوځ ویاند شریف چودري په یوې خبري ناسته کې دافغانستان حکومتي او ټولنیز جوړښت په تړاو څرګندونې لرلې چې د افغان حکومت له لوري مغرضانه بلل شوي او دغه راز يې یوځل بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ موجوديت ادعا کړې، هغه څه چې اسلامي امارت يې په کلکه ردوي او نامسوولانه ادعاوې يې بولي.