Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ا.ا.ا: پاکستان دې د افغانستان په اړه د تبلیغاتو پرځای پر خپلو کورنیو مسایلو تمرکز وکړي

ا.ا.ا: پاکستان دې د افغانستان په اړه د تبلیغاتو پرځای پر خپلو کورنیو مسایلو تمرکز وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/07

دافغانستان حکومت دپاکستان پوځي رژیم وروستۍ څرګندونې چې د افغانستان حکومتي او ټولنیز جوړښت په تړاو یې کړې، غندلي او له حقیقت یې لرې بللې دي. حکومت دغه ډول څرګندونې د مسوول پوځي دریځ له معیارونو سره په ټکر کې ګڼلي او ويلي يې دي افغانستان د ځواکمن امنیتي جوړښت او مقتدرې رهبرۍ لرونکی خپلواک او باثباته هېواد دی چې پر خپلې ټولې خاورې بشپړ حاکمیت لري.
په دې اړه د اسلامي امارت له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دافغانستان په تړاو څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول افغان ملت ته د منلو وړ نه دي او پاکستان باید د دواړو هېوادونو ترمنځ حساسیت ته په کتو مسوولانه دریځ خپل کړي.
داسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي: « اسلامي امارت دغه ډول نامسوولانه او پارونکې څرګندونې په کلکو ټکو غندي او د پاکستان له اړونده ادارو څخه غواړي چې د رسمي موقوفونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بې منطقه تبلیغاتو پرځای د خپلو کورنیو مسایلو پر حل تمرکز وکړي. د افغانستان قوي امنیتي جوړښت او مقتدرې رهبرۍ لرونکی یو خپلواک هېواد او باثباته هېواد دی چې د افغانستان پر ټوله خاوره کامل حاکمیت لري غواړو په صراحت ووایو د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول د افغان ملت ته هېڅکله د منلو نه ده. اسلامي امارت د پاکستان پر اړونده ادارو غږ کوي چې د اړیکو حساسیت ته په کتو مسوولانه دریځ او سنجیده څرګندونو لاره خپله کړي.»
د پاکستان د پوځ ویاند دغو ادعاوو ته چې ګنې د دوحې تړون پرخلاف په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم غبرګون ښودلی.
نوموړي ویلي، د پاکستان د پوځ ویاند د دوحې تړون په تړاو ناسم برداشت کړی چې په خبره یې د دوحې په هوکړه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایل نه دي ذکر شوي.
خلیلزاد وړاندیز کړی که کابل او اسلام اباد د دوحې تړون ته ورته خپلمنځي هوکړه وکړي او ورته ژمن پاتې شي، د داعش او ټي ټي پي په ګډون هیڅ ډله به د بل هیواد پر ضد د یو او بل خاوره ونه شي کارولای چې دا کار به د دواړو په ګټه وي خو ټينګار يې کړی چې دغه تړون باید د درېیمګړي هېواد تر څار لاندې وي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي: « د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د دوحې تړون په اړه ناسم برداشت کړی دی؛ ځکه دغه تړون د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایلو ته نه دی ځانګړی شوی. دا موضوع یوه مهمه پوښتنه راولاړوي. که افغانستان او پاکستان یو ورته تړون وکړي او دواړه هېوادونه ژمن شي،د داعش او ټي‌ټي‌پي په ګډون هېڅ فرد یا ډله به د بل هېواد پر ضد د دوی له خاورې کار وانخلي او که دا بهیر د درېیم لوري تر څار لاندې وي، نو دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي.»
په همدې حال کې چارو شنونکي بیا وايي، دافغانستان په تړاو د پاکستان ستراتیژیک عمق او ددغه هیواد تګلارو ته په کتو اسلام اباد هیڅکله هم باثباته او ځواکمن افغانستان نشي زغملای.
تحلیل کوونکي وايي دهمدغې تګلارې له مخې، اوس د پاکستان پوځ دافغانستان پروړاندې تبلیغاتي جګړه او پروپاګند پیل کړي چې په دې برخه کې هم بریالي به نشي.
د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « په راتلونکې کې او په اوسني کې پر پاکستان باور نه دی پکار، پاکستان په افغانستان کې پياوړی او مرکزي دولت نشې زغملای که هغه د ملا په وجود کې وي یا د بل روشنفکر یا د هرچا په وجود کې وي، دوی خوار او زار افغانستان غواړي.
د سې‌شنبې په ورځ د پاکستان پوځ ویاند شریف چودري په یوې خبري ناسته کې دافغانستان حکومتي او ټولنیز جوړښت په تړاو څرګندونې لرلې چې د افغان حکومت له لوري مغرضانه بلل شوي او دغه راز يې یوځل بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ موجوديت ادعا کړې، هغه څه چې اسلامي امارت يې په کلکه ردوي او نامسوولانه ادعاوې يې بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist