Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: افغانستان به د روسیې ګاونډي په توګه د اوکراین له کړکیچه بې اغیزې نه شي پاتې کیدی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/26

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، پر اوکراین د روسیې له برید افغانستان هم د نورو هېوادونو په څیر بې اغیزې نه شي پاتې کېدی. 

 دوی وايي، دغه اغیزې به تر ډېره له نړیوالو سره د افغانستان اړیکې زیانمنې کړي او تر اوسه  پورې چې د لویدیځو د تمرکز مرکز و، اوس به یې له پامه وغورځیږي.

 د کارپوهانو په خبره، دا ځکه زیان رسوي،چې افغانستان  اوس مهال تر بل هر وخت زیات نړیوالې رسمیت پیژندنې او پاملرنې ته اړتیا لري.

 د سیاسي چارو کارپوه  سید پاچا وايي:« افغانستان اوس مهال په داسې وضعیت کې دی،چې د نړیوالو پاملرنې او رسمیت پیژندنې ته اړتیا لري او له دې کړکیچ وروسته چې د هغوی پام اوړي،نو دا به ډېر وخت ونیسي، چې یو ځل بیا نړۍ افغانستان ته متوجه کیږي. د اسلامي امارت لپاره غوره دا ده،چې له هیچا سره په دې وخت کې اړیکې خرابې نه کړي.» 

ځینې نور بیا وايي،اروپا چې تازه یې له افغان ولس سره په بېلابېلو برخو کې د ګڼو مرستو غږ کړی دی،د اوکرایني کډوالو ورتګ به یې له اقتصادي پلوه ملا ماته کړي او بیا به له افغانستان سره د مالي مرستو جوګه نه وي.

 د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« پنځه میلیونه اوکرایاینان به اروپا ته کډوال شي، یو میلیون خو به یې یوازې پولنډ ته ولاړ شي او وبه منل شي. اروپا به  خپله اروپا د بې ځایه شویو ځای شي. نور اروپايي هېوادونو کې به هم پنځه سوه زره کډوال وي،چې دا به د اروپا لپاره له اقتصادي پلوه ملا ماتوونکي وي. له دې امله به یې افغانستان ته پاملرنه او مرسته ډېره راکمه شي.» 

کارپوهان وايي، کومې ډلې،چې په افغانستان کې د بېلابېلو مقاومتونو په نوم جګړه کوي، لویدیځ به د هغوی تمویل هم پای ته ورسوي.

 د سیاسي چارو شنونکی  بلال باور  وايي:« مهم تاثیرات،چې پر افغانستان به یې ولري، یو دا دی،چې هغه ډلې چې د طالبانو پر وړاندې جنګیږي او د مقاومت لپاره راپورته شوي، نور به د غربي هېوادونو له لوري نه تمویل کیږي. ځکه غربیانو ته اوس اسلامي نړۍ او افغانستان اولویت نه لري.» 

د دغو تحلیلونو پر تعقیب چې له افغانستان د امریکا وتل په دې مانا دي،چې د نړیوالو او په ځانګړې توګه د امریکا په سیاست کې بدلون راغلی او نور په افغانستان کې هېڅ ډول وضعیت ته لیوالتیا نه لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist