Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو بهیر څېړي

د امریکا ولسمشر یوځل بیا له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پرېکړه ننګولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/05

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو په اړه د ډونالډ ټرمپ د نیوکو په دوام، نوموړي یو ځل بیا پر دې پرېکړې داسې مهال نیوکه کړې چې امریکايي ځواکونو تاازه پر وېنزوېلا برید کړی او د دې هېواد ولسمشر او مېرمن یې نیولي دي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د وېنزوېلا د ولسمشر نیولو په اړه یې خبرې کولې، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه یې د تمسخر وړ او د بایډن ادارې ناکامي بللې.

ډونالډ ټرمپ ویلي: « د نن په څېر ډېر کم داسې وخت وینی، کنه ډېر وخت زموږ پوځي بریدونه او حملې ناکامې شوې دي. دا هغه څه دي چې تاسو ټولو لیدلي چې ښه پایله یې نه درلوده او شرموونکي وو. هغه که د افغانستان حالت و او یا د جيمي کارټر وختونه وو.»

د سیاسي او نظامي چارو یو شمېر شنونکي بیا د ټرمپ دا ډول څرګندونې په نړیواله کچه د امریکا د ناکامو او دېکتاتورانه سیاستونو دوام بولي. دوی ټینګار کوي چې امریکایي چارواکي دې د زور په ځای د تعامل او مذاکراتو پالیسي خپله کړي.

د نظامي چارو شنونکی          اخترمحمد راسخ وايي: « د ټرمپ فکر، وړاندیزونه او نظریات دېکتاتورانه دي او سیمه ییز هېوادونه یې ناامنه کړي. ګاونډیانو ته زموږ هېواد په کورنیو او بهرنیو چارو کې مداخلې ته د لاسوهنې لاره هم همدې غربیانو هواره کړې ده.»

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « د دې په ځای چې دوی بیا په افغانستان کې د نظامي حضور خوبونه وویني، د ملي ګټو پر بنسټ د تعامل په اړه دې خبرې وکړي؛ ځکه چې د سیاسي او اقتصادي ثبات لرونکی افغانستان د نړیوال امنیت په تأمین کې ښه رول لوبولی شي.»

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي دا نیوکې په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې هم څو ځلې د امريکا اوسني ولسمشر د جوبايډن اداره د هغه څه په اړه چې د نوموړي په خبره له بریاليو پوځي عملیاتو وروسته، سیاسي ناکامي ګڼل کېږي؛ سختې نېوکې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist