Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پوهنتونونو استادان: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/19

په کابل کې نن شنبه د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۳۰ مه» د پوهنتونونو استادان راټول شوي  او د امریکا له متحده ایالتو یې وغوښتل،چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده او د افغانانو پانګه دې پر نورو نه تقسیم کوي.

 

دوی وايي، د سپټمبر پېښه په افغانانو پورې اړه نه لري او امریکا دې له دغې غيرې عادلانه پرېکړه لاس واخلي.

د پوهنتون استاد پوهاند نجیب الله امرخېل وايي:« ښه بېلګه يې د متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايډن ناځوان مردانه او له کينې ډکه پرېکړه ده. امریکا غواړي،چې د افغانستان شتمني چې اوه میليارده ده،د کونډو، يتيمانو او بالاخره د افغانستان د خلکو شمتني ده، لوټ او تالان کړي. امریکا دې دا ثابته کړي،چې د سپټمبر په پېښه کې افغانان ښکېل ول يا په کې یې  لاس درلود، يا افغانستان پلان کړي وي او يا دا چې له افغانستانه شوي وي.»

یو شمېر نور بیا وايي، کنګل شوې شتمني د افغانۍ ارزښت ساتلو په موخه پشتيبانه ده او کنګل کول يا ویشل يې د افغانۍ بې ثباته کېدو ته زمینه برابرول دي.

د پوهنتون استاد محمد اکبر مير وايي:« د مرکزي بانک اسعاري زېرمي د پولي واحد او اثارو د ثبات د تايداتو د بيلانس ساتلو او ثبات او نړيوالو سوداګريزو معاملو تحصيل لپاره دي، نو د افغانستان د پوهنتونونو استادان د سپټمبر پېښې قربانيانو او د افغانستان د خلکو لپاره د بشر دوستانه مرستو په نوم يو غیرې عادلانه کار او د هېواد د اقتصادي نظام د پاشلو او افغان ملت ته جزا ورکول دي.»

اخوا یو شمېر استادانو بيا د سوداګرۍ پر نړيوال سازمان غږ وکړ،چې افغانستان هم د ياد سازمان د غړي په حیث پاتې شوی او اوس په کار ده،چې د سوداګرۍ د ستونزو مخنیوي په خاطر د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون لپاره جدي ګامونه واخلي.

د پوهنتون استاد نصيراحمد محبت وايي:« افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړی دی،نو د افغانستان د پوهنتونونو استادان له دغه غړیو څخه غواړي،تر څو د دوی د غړي هېواد د افغانستان په زېرمو د دغه ډول ښکاره بريد او غيرې قانوني کړنو مخه ونیسي.»

وروسته له هغه،چې د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بايډن د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ ۳،۵ يې د سپټمبر قربانيانو ته ځانګړې کړه، ياده پرېکړه په افغانستان او نوره نړۍ کې له پراخ غبرګون سره مخ شوه او د بايډن دغه پرېکړه یې د افغانانو په حق کې ظلم او بې عدالتي یاده کړې ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist