Skip to content
په سوېل پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د یوه دولتي ښوونځي ښوونکو ۱۱۰۰ بې زده کوونکو ته وړیا ژمنی کورس پرانېستی دی.
ښوونکي وایي، روان بد اقتصادي وضعیت کې ډېری پلرونه اولادونو ته ډوډۍ نه شي برابرولی،د شخصي کورسونو لپاره به پیسې له کومه کړي او له همدې کبله یې پریکړه وکړه،چې بې وزله زده کوونکو ته وړیا کورس پرانیزي.
د یاد کورس یو تن ښوونکی بورجان همراز وايي:« دوه میاشتي کېږي،چې د بې وزله زده کوونکو لپاره مو ژمنی کورس برابر کړی دی. دوه ښوونکي نور هم راسره دي او موږ پریکړه وکړه ، چې د بې وزله زده کوونکو لپاره وړیا کورس پرانیزو څو وخت یې ضایع نه شي.»
د بې وزله کورنیو هلکان،چې دغه ژمني کورس ته د زده کړو لپاره راځي وايي، د نورو شخصي کورسونو لپاره پیسې نه لري او خوشاله دي،چې دلته په وړیا ډول زده کړې کوي.
د کورس یو تن زده کوونکی وايي:«موږ لپاره دلته ښه چانس دی،چې وړیا زده کړې کوو. دلته موږ د نورو شخصي کورسونو لپاره پیسې نه لرو.»
د کورس یو بل زده کوونکی وايي:« دلته موږ په وړیا ډول زده کړې کوو،د انګلیسي او پښتو ژبو د تدریس تر څنګ د ساینسي مضامینو درس هم راکول کېږي.»
د نجونو لپاره هم جلا ټوولګي جوړ شوي او هره ورځ ورته د پښتو او انګلیسي ژبو تر څنګ ساینسي مضمونونه هم تدریس کېږي.
د کورس یوه زده کوونکې وايي:«موږ دلته هره ورځ راځو او د پښتو او انګلیسي تر څنګ کیمیا او نور مضامین هم راته تدریس کېږي او پیسې هم نه اخلي.»
د بې وزله زده کوونکو لپاره د دغه وړیا ژمني کورس ښوونکي وایي، زده کوونکو ته د یوه احساس له مخې په وړیا ډول تدریس کوي او یوازې د قرطاسیې برخه کې ورسره یوه امریکا میشتي افغان مرسته کړې ده.